"ملګري ملتونه به سومالیا کې فعالیت ته دوام ورکړي"

Image caption د سوماليا لپاره د ملګرو ملتو استازی نیکولاس کې وايي سازمان تصميم نيولی چې خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

د سوماليا لپاره د ملګرو ملتو استازی نیکولاس کې بي بي سي ته ويلي له دې سره سره به د ملګرو ملتونو ماموريت دغلته دوام وکړي چې اسلامپالو ملېشو په پلازمېنه موګاديشو کې د دوی په لوی مرکز بريد وکړ.

تېره چهارشنبه يوه ځانمرګي بريدګر خپل موټر د افريقايي ټولنې له ځواکونو سره له ډزو وروسته ودانۍ ته د ننوتو په لوی وره کې چولی دی.

د سوماليا لپاره د ملګرو ملتو استازی نیکولاس کې وايي سازمان تصميم نيولی چې خپل ماموريت ته دوام ورکړي. ښاغلی کې وايي:

" په دغه پړاو کې موږ بل ځای ته د تلو نيت نه لرو. د ملګرو ملتو پرېکړه دا ده چې د سوماليا له خلکو او حکومت سره پاتې شو. موږ به له بريد سره سره خپل ماموريت ته دوام ورکړو. او په دغه مرحله زموږ د سازمان حکم دا دی چې د سوماليا له خلکو سره واوسو."

د چارشنبې ورځې په دغه بريد کې د يو شمېر ملکيانو ترڅنګ د ملګرو ملتو څلور کارکوونکي او څلور ځايي ساتونکي ووژل شول.

په نښته کې اووه ياغيان هم وژل شوي دي. اسلامپالې الشباب ډلې ويلي، بريد دوی کړی دی.

دتېرې مې میاشتې په وروستیو کې په سومالیا کې د "الشباب" اسلامپالې ډلې وویل، چې جنګیالیو یې د هېواد په کوزه برخه شابیل سیمه کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.

دغې ډلې هغه مهال پر خپلې ټویټر وېبپاڼې وویل، چې دغه څارګره الوتکه د هغه ښار په څنګ کې راغورځول شوې، چې دوی پرې ولکه لري.

الشباب ډله د امریکا له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

د سږ کال په فبروري کې امریکا کې یوې محکمې څلور سومالیايي کډوال په دې ګرم پېژندلي چې د الشباب وسله والې اسلامپاله ډلې لپاره یې پیسې ټولولې.

په نیول شویو کې د سان دیاګو د یوه جومات ملا امام هم شامل دی او بل یې په همدې ښار کې د ټکسي موټر چلونکی وو چې د سومالیا په پلازمېنې موګادیشو کې یې یاغیانو ته د خپل کور د کارولو اجازه ورکړې وه

ورته مطالب