اېډورډ سنوډن په جاسوسۍ تورن وپېژندل شو

Image caption اېډورډ سنوډن پخوانی سي ای اي کارکونکی دی.

امریکا حکومت له لورې د څار پروګرام افشا کونکی، پخوانی سي آی ای کارکوونکی اېډورډ سنوډن تورن پېژندل شوی دی.

پر ده د جاسوسي او حکومتي دارايي د غلا تورونه لګول شوي. اېډورډ برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین ته ویلي و، چې د امریکا حکومت په پراخه کچه د انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو څارنه کوي.

له دې وروسته نوموړی د مې میاشتې په ۲۰ هانګ کانګ ته لاړ.رپوټونو کې ویل شوي، چې چارواکي به هڅه وکړي، سنوډن بېرته امریکا ته بوځي.

د محکمې د اسنادو له مخې دواشنګټن په یوه فدرالي محکمه کې نوموړی تورن وپېژندل شو او په لومړي پړاو کې د هغه د نیولو امر ورکړل شوی. د هغو تورونو ډېره سزا لس کاله بند دی، چې پر هغه لګول شوي.

که څه هم دغه تورن پېژندل د جمعې په ورځ تر سره شول، خو د عدلي اسنادو له مخې دغه پروسه د جون په ۱۴ پیل شوې وه.

د بي بي سي خبریال وايي، له دې معلومېږي، چې امریکايي چارواکي دې مسالې په باب څومره جدي دي.

بغاوت

د امریکا سنا کې د دفاعي چارو د کمېټې غړي او د ډیموکراتیک ګوند سناتور بل نېلسن دغه اقدام ستایلی. د نوموړي په وینا:

"زما په فکر دا کړنه یو بغاوت و، زه هیله کوم، چې د هانګ کانګ حکومت به اېډورډ موږ ته وسپاري."

د خبریالانو په وینا که څه هم هانګ کانګ او امریکا د قانون پلي کولو کې له یوه بل سره مرسته کوي، خو د اېډورډ سنوډن د استناف غوښتو له کبله کېدای شي، دغه مساله ډېره اوږده شي.

اېډورډ سنوډن دا هم ویلي، چې امریکايی حکومت د چینایانو کمپیوټرونو ته هم ننوځي.

هغه وویل، چې د لوړ پوړو چارواکو له لوري یې د کانګرېس پر وړاندې د (د رواغجنو د یوه جال ) په لیدوو د راوړاندې کېدو پرېکړه وکړه. د دې ټولې مسالې له کبله اوباما اداره له سخت شرم سره مخامخ شوې.

ورته مطالب