هند: سیلابونو کې د وژل شویو شمېر په ډېرېدو دی

Image caption اتراکهنډ ایالت کې د هندوانو یو شمېر عبادت ځایونه او تاریخي مندورنه دي، چې هر کال زرګونه کسان زیارت ته ورځي.

د هندوستان په شمالي سیمو کې د ګڼو بارانونو اوسیلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵۶ ته رسېدلی.

سیمه کې د خوړو او څښاک اوبو د نشتون په باب هم رپوټوڼه ورکړل شوي وي.

د سیلاب ځپلي اتراکهنډ ایالت مشر وزیر وجې بهوګنانې له ځايي ټلویزیون سره خبرو کې تایید کړه، چې د باران او سیلاب له کبله دغه ایالت کې ۵۵۶ کسان وژل شوي دي.

سیمه کې هندي پوځیان د مرستندویه فعالیتونو مشري کوي، خو چارواکي وايي پوځیان لا هم لرې پرتو غرنیو سیمو ته نه دي رسېدلي.

د هند د کورنیو چارو فدرالي وزیر سوشیل کومار شیندې وايي، تر اوسه ۳۳ زره هغه هندوان، چې سیمه کې خپلو عبادات ځایونو ته ورغلي وو، ژغورل شوي دي، خو نژدې ۵۰ زره دغه کسان لا هم سیمه کې ایسار پاتې دي.

هري دوار سیمه کې د جمعې په ورځ ۴۰ جسدونه موندل شوي دي.

د تلفاتو ډېرېدو وېره

ځايي پولیس مشر راجیو سروپ ورما بي بي سي ته وویل:

"هغسې چې د اوبو کچه ټیټېږي، ترې لاندې ډوب مړي موندل کېږي، داسې وېره شته، چې راتلونکو ورځو کې به د سر زیان کچه ډېره شي."

د ځايي چارواکو په وینا تر ټولو ډېر زیان په کېدارنات او ګوري کنډ سیمو کې اوښتی.

د دوی په وینا په سرینګر، چمولي، پتهوراګړ او اترکاشي سیمو کې هم سلګونه کورونه، دکانونه او پلونه د سیلابونو له کبله وران شوي دي.

له رسمي شمېرو سره سم تر ۵۰۰ ډېرې ودانۍ یا خو د سیلاب له کبله له منځه تللې او یا هم ورته زیان اوښتی.

د بېړنیو مرستو فعالان، د هند د ځمکني او هوايي پوځ سرتېري، په مرستندویه فعالیتونو بوخت دي.

اتراکهنډ ایالت کې د هندوانو یو شمېر عبادت ځایونه او تاریخي مندورنه دي، چې هر کال یې زرګونه کسان زیارت ته ورځي.

ورته مطالب