د سوریې یاغیانو سره پر مرستو سلا وشوه

Image caption په دوحه کې د سوریې د ملګرو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې موخه دا ده چې په سوريه کې د جګړې په وړاندې يو دريځ او ستراتيژي خپله کړي.

د امريکا د بهرينو چارو وزير جان کېري ويلي د بهرينو چارو وزيران چې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د پاڅون ملاتړ کوي د قطر په پلازمېنې دوحه کې په غونده کې پر دې سلا شول چې د سوري ياغيانو سره نور ملاتړ وکړي.

ښاغلي کېري تایېد کړه چې سوريه کې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره بايد دېپلوماتيک او سياسي لاره خپله شي نه پوځي خو په دې اړه يې نور توضيحات ور نه کړل.

د قطر صدراعظم او د بهرينو چارو وزير شيخ حمد جابر الثاني غونډه پرانیستله او د سوريې له دوستانو یې د بشارالاسد مخالفو ياغيانو ته د وسلو ورکولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل ياغيانو ته د وسلو ورکول ښایي د کورنۍ جګړې د پاى ته رسولو او سولې ته د رسېدو يوازینۍ لار وي.

په دغه وسلو کې د هوا او ټانک ضد سيسټمونو او د مخالفينو روزنه شامل ده.

ښاغلي جابر الثاني او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پر دې تينګار وکړ چې هدف یې دا دى چې انډول برابر کړي او د سوريې حکومت د خبرو ميز ته کښنوي.

په دوحه کې د سوریې د ملګرو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې موخه دا ده چې په سوريه کې د جګړې په وړاندې يو دريځ او ستراتيژي خپله کړي.

دغه غونده په داسې مهال تر سره کېږي چې تېره اوونۍ امريکا اعلان وکړ چې سوري ياغيانو سره مخامخ پوځي مرسته کوي.

د امريکا تر دې پرېکړې دمخه امريکایي چارواکو ويلي وو چې داسې شواهد يې موندلي چې ښيي د سوريې حکومت د ياغيانو پر ضد بريد کې په ټيټه کچه کمياوي وسلې کارولې دي.

د جمعې په ورځ ياغيانو ويلي وو چې دوى داسې نوې وسلې تر ګوتو کړي دي چې د کورنۍ جګړې په ماهيت کې به ژور بدلون راولي خو له دې سره د یاغیانو ویاند دا هم وویل، دا وسلې امریکایېانو نه دي ورکړي.

د سوریې د ملګرو هېوادونو په ډله کې د برتانیا، فرانسې، سعودي عربستان او ترکیې په ګډون د ١١ عربي او اروپایي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړى دى.

په سوريه کې د تېرو دوو کلونو جګړې راهيسي څه باندې ٩٠ زره کسان وژل شوې دي.

د سوریې حکومت وایي په هېواد کې له هغه ترهګرو سره جنګېږي چې له بهره هېواد ته راستانه شوي دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، سوریې کې یاغیانو او حکومتي ځواکونو ته د نورو وسلو ورکول کېدای شي نورو جګړه ییزو جرمونو ته لار هواره کړي.

پاولو پنهیرو چې په سوریې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او تاوتریخوالي په اړه څېړنې کوي ویلي، چې که دغه وسلې د بشريت پر ضد کارول کېږي، نو مسوليت به یې د هغو هېوادونو په غاړه وي چې بېلا بېلو خوا ته وسلې ورکوي.

ورته مطالب