منډېلا "روغتون کې سخت ناروغ دی"

Image caption نېلسن منډېلا چې ۹۴ کلن دی، د روان جون لومړيو کې د سږيو ناروغۍ له امله روغتون ته بېول شوی و.

د جنوبي افريقا حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا روغتون کې سخت ناروغ دی.

ولسمشر جېکوب زوما ويلي دی د ښاغلي منډېلا ليدو ته ورغلی و، له مېرمنې او هم يې له درملونکې ډلې سره کتلی دي.

ښاغلي زوما يوه اعلاميه کې ويلي د ښاغلي منډېلا ډاکټران "د ده حالت ښه والي لپاره هر ممکن کار کوي".

ښاغلي زما ويلي "دی به ښو لاسونو کې دی".

د جنوبي افريقا لومړی تورپوستی ولسمشر چې ۹۴ کلن دی، لومړی د روان جون لومړيو کې د سږيو ناروغۍ له امله روغتون ته بېول شوی و، چې سږ کال درېيم ځل و.

اعلاميې ويلي ښاغلی زوما د يکشنبې ماښام د پرېټوريا يو روغتون کې د منډېلا ليدلو لپاره ورغلی و، او ورته ويل شوي وو، چې د پخواني ولسمشر حالت د تېرو ۲۴ ساعتونو اوږدو کې ناوړه شوی دی.

ولسمشر زوما د ښاغلي منډېلا په هغه سيمه ييز نامه اخيستلو سره چې په جنوبي افريقا کې په پراخه توګه پرې پېژندل کېږي، ويلي "ډاکټران د ده حالت ښه کولو لپاره هر ممکن کار کوي. او د دې ډاډ زيار باسي منډېلا ته ښه پاملرنه کېږي، او ارام دی. دی له ښو خلکو سره دی".

ښاغلي زوما د ناروغ نېلسن منډېلا او د دغه روغتيايي ډلې لپاره د دعاګانو غوښتنه کړې ده.

په جنوبي افريقا کې د سپين پوستو لږکيو واکمنۍ پر وړاندې مبارزې په مشرۍ او بيا له ۲۷ کلن بند تېرولو سره د روغې جوړې دودنې له امله ښاغلی منډېلا له پراخ درناوي برخمن دی.

دی په ۱۹۹۰ کال کې له بند خوشي شو، په ۱۹۹۳ کال کې يې د سولې نوبل جايزه وګټله او بيا په ۱۹۹۴ کال د ټولټاکنو په ګټولو د جنوبي افريقا لومړی تورپوستی ولسمشر شو.

ښاغلی منډېلا په ۱۹۹۹ کال له مشرتابه ښکته شو، او په ۲۰۰۴ کال کې له عامه ژوند په کور کېناست، او په رسمي مناسبتونو کې ډېر کم ليدل کېده.

ورته مطالب