د هند سیلابونو کې د وژل شویو شمېر له ۸۰۰ واوښت

Image caption د چارواکو په وینا ډېر کسان اوس هم بیلو سیمو کې ایسار پاتې دي.

د هند په شمالي ایالت اتراکهنډ کې د ګڼو بارانونو او سیلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر اته سوه زیات شوی دی.

ځايي چارواکي وايي اوس هم ډېر کسان بې درکه دي.

د چارواکو په وینا د سې شنبې په ورځ له کېدارنات سیمې څخه ۱۲۷ مړي موندل شوي دي او دغسې د وژل شویو کسانو شمېر له اته سوه اوښتی.

بل لور ته چارواکو له سیمې څخه د تر لاسه شویو مړو د ډله ییزو وروستیو مراسمو تر سره کولو امر کړی، چې تر اوبو لاندې وراسته شوي وو.

چارواکو د پېژندګلوۍ لپاره د مړو تصویرونه اخیستي او ډي این اې معاینات یې کړي.

د پریس ټرست اف انډیا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د دوشنبې په ورځ او د سې شنبې په سهار د ګڼ باران له کبله مرستندویه فعالیتونه په ټپه ولاړ وو، خو له ماسپښینه وروسته، چې باران تم شو، د هند هوايي ځواک سیمه کې د ایسارو کسانو لټون بیا پیل کړ.

د چارواکو په وینا ډېر کسان اوس هم بیلو سیمو کې ایسار پاتې دي، خو د دوی په وینا ډېر کسان په بدهري نات سیمه کې ایسار دي، چې ژر به وایستل شي.

په موقتي کمپونو کې داسې یو شمېر کسان شته، چې د هوا له لارې خواړه او څښاک مواد ورته رسېږي.

اتراکهنډ کې د باران او سیلابونو له راتګه یوه اونۍ تېره ده، خو لا هم په کره ډول د اوښتي زیان په باب معلومات نه شته.

د یکشنبې په ورځ د دغه ایالت مشر وزیر وجې بهوګنانې ویلي و، چې کېدای شي د وژل شویو شمېر تر یو زر کسانو هم واوړي.

حکومتي چاراکي وايي د سیمې لپاره یې د بیا رغاونې اوږدمهالی پروګرام جوړ کړی، خو وايي، د اوس لپاره یې لومړیتوب دادی، چې ایسار پاتې کسانو ته خواړه او اوبه ورسوي، چې د سخت موسم او خوړو له لږوالي سره لاس او ګریوان دي. د چارواکو په خبره، د تېرو ۶۰ کلونو ریکارډ له مخې د سږ کال د موسمي بارانونو کچه تر بل هر وخت زیاته ده.

ورته مطالب