روسیې او چین د امریکا څرګندونې رد کړي

Image caption په مسکو کې لسگونه خبريالان په هوايي ډگر کې د ښاغلي سنوډن ليدو ته په انتظار وو خو نوموړى څرگند نه شو.

چین او روسیې د امریکا هغه څرګندونې رد کړي، چې ویلي دي څارګرې ادارې له تښتېدلي قراردادي اېدورد سنوډن سره یې مرسته کړې ده.

چین هغه تورونه بې بنسټه او د نه منلو بللي چې د ښاغلي سنوډن د نیولو له حکم سره سره یې هغه ته د بهر تلو اجازه ورکړي.

بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي سنوډن د روسیې له پولو نه دی تېر شوی او روسیه د ښاغلي سنوډن د سفر په پلان کې لاس نه لري.

روسي چارواکي وايي د امریکا د څارګرې ادارې د فراري کارکونکي په تګ راتګ کې ښکېل نه دي. تر اوسه کره معلومات نه شته چې اېډورډ سنوډن، چې له هانګ کانګه مسکو ته لاړ، چېرې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کوي، چې نوموړي د روسیې خاورې ته نه دی ننوتی. ده هغه څه وغندل، چې د ده په وینا د هغه د بې درکه کولو لړ کې پر روسیې د امریکایانو له خوا تور دی.

د نوموړي په خبره" دغه ډول تورونه بې اساسه دي او د منلو وړ نه دي."

د خبریالانو په وینا د لاوروف څرګندونې ښيي، چې سنوډن د روسیې شیریمیتیوف هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته له الوتکې نه دی کوز شوی او له همدې امله له تخینکي پلوه رښتیا ده، چې نوموړی د روسیې خاورې ته نه دی ننوتی.

ښاغلي لاوروف وویل:

" موږ په هېڅ ډول د امریکا د عدلي او قضايي ارګانونو او سنوډن تر منځ مسایلو کې او نه هم نړې کې د هغه سفرونو کې ښکېل یو. هغه خپله لاره خپله وټاکله او موږ په دې اړه له رسنیو خبر شوو. هغه د روسیې خاورې ته نه دی داخل شوی."

ټا کل شوې وه چې ښاغلى سنوډن اکوادور ته چې له هغه هېواده يې سياسي پناه غوښتنه کړې سفر وکړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ مسکو کې لسگونه خبريالان په هوايي ډگر کې د ښاغلي سنوډن ليدو ته په انتظار وو خو نوموړى څرگند نه شو.

د ایډوارډ سنوډن د سپرلۍ احتمالي الوتکه له څه ځنډ وروسته له مسکو نه د کيوبا د پلازمېنې هاوانا په لور وخوځېده خو داسې برېښي چې دى په کې نه و.

ځينې سرچينې وايي هغه بلې الوتنې ته په انتظار دى او ځينې بيا داسې انگېري چې گواکې هغه وار له مخه وتلى دى.

ټاکل شوې وه چې نوموړى له هغه ځايه ونزوېلا او بيا اکوادور ته ورشي چې له هغه هېواده يې د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

د اکوادور چارواکو د ښاغلي سنوډن د پناه غوښتنه تاييد کړې او وايي چې پر غوښتنليک يې غور روان دى.