رایس: سوریه د امنیت شورا مخ کې د "شرم داغ" دی

رایس
Image caption ملګرو ملتونو کې د آغلې رایس دنده پای ته رسېدونکې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزن رایس ویلي، د سوریې کړکېچ ختمول او جګړې درېدل د امنیت شورا پاتې راتلل د دغې شورا لپاره د خجالت ځای دی.

آغلې رایس چې د کار موده یې ختمېدونکې ده، پر روسیې او چین هم سختې نیوکې وکړې، چې په وینا یې د بشارالاسد د نظام پرضد یې درې پرېکړې "ویتو" کړې دي.

رایس ټینګار کړی، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې په توګه یې دا په ژوند کې "تر ټولو غوره دنده" وه.

سوزن رایس د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت د سلاکارې په توګه دنده پیلوي.

روسي او امريکايي چارواکي د سوريې په تړاو د سولې کنفرانس پر جوړولو سره سلا نه شول.

د کنفرانس د جوړولو هڅه د ملگرو ملتونو له خوا وشوه، خو امريکا او روسيه ونه توانېدل چې د وړانديز شويو خبرو پر مهمو عناصرو سره يوې هوکړې ته ورسيږي.

Image caption ابراهیمي ژنیو کې د سوریې د کړکېچ د هواري د دویم کنفرانس د پایلو په اړه شک ښودلی.

خو په ژنيو کې د خبرو له ځايه، د ملگرو ملتونو له لوري خپرې شوې وينا پاڼې کې راغلي چې د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران جان کري او سيرګي لاوروف به راتلونکې اوونۍ د دغې موضوع په اړه سره خبرې وکړي.

وړاندې سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخدر ابراهيمي هم راتلونکې مياشت د سولې کنفرانس د جوړېدو په اړه شک څرگند کړى و:

''زه شک لرم چې کنفرانس دې د جولاى په مياشت کې جوړ شي. حکومت مخالفي سره غونډه کوي، زه فکر کوم چې هغوى به د جولاى پر څلورمې يا پنځمې نېټې سره وويني، نو زه فکر نه کوم چې هغوى به دې ته چمتو وي. زما په اند څه چې په سيمه کې پېښېږي هغه هم خورا خورا جدي دي. او زه هېلمن يم چې سيمه ييز حکومتونه او په ځانگړي ډول لوى قدرتونه لکه روسيه او امريکا په دې پوه وي او زه ډاډه يم چې دوى به نه يواځې په سوريه بلکې په سيمه کې د حالاتو د قابو کولو لپاره اقدام کوي''.

د سوريې په اړه د لوړ پوړو د يپلوماتانو پرونې غونډه په تېرې ېوې مياشتې کې دويمه هغه وه چې د کنفرانس د جزيياتو پر سر يوې هوکړې ته د رسېدو په موخه جوړه شوه.

خو د ملگرو ملتونو وينا پاڼه وايي خبرې رغنده او پر هغو لارو چارو ور ټولې وې چې د سوريې په تړاو په ژنيو کې د داسې يوۀ کنفرانس د جوړېدا په ټړاو ډاډ ترلاسه شي چې د برياليتوب د تر ټولو ښه چانس ولري.

کنفرانس کې به د سوريې حکومت او حکومت مخالفو د هڅولو هڅه وشي چې د ٢٠١٢ کال د سوريې لپاره د عمل د ډلې په نامه د ملگرو ملتونو په ملاتړ جوړې شوې غونډې د اعلاميې پر بنسټ يو حل ومني په دغې اعلاميې کې د تاوتريخوالي د سملاسي ودرولو او د يو لنډ مهالي حکومت د جوړولو غږ شوى چې د بشارالاسد د رژيم د غړو او مخالفينو نه جوړ وي.

ورته مطالب