پاکستان دریو ایالتونو کې بریدونو مرګ ژوبله اړولې

Image caption له دې مخکې کراچۍ کې یو شیعه قانونپوه وژل شوی و.

د پاکستان په کراچۍ، بنو، پېښور او اواران سیمو کې د بمي چاودنو او بریدونو له کبله د ۱۰ تنو امنیتي کسانو په شمول ۱۴کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د بي بي سي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې لومړۍ چاودنه چهار شنبې په سهار د کراچۍ ښار برنس روډ سیمې کې د ایالتي سترې محکمې دروازې ته څېرمه وشوه.

دغه چاودنه کې اووه کسان وژل شوي، چې شپږ پولیسان دي او د امنیتي ځواکونو په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د ځايي پولیسو په وینا چاودنه هغه مهال وشوه، چې د سند سترې محکمې مشر قاضي مقبول باقر د ګاډو کتار له دغه ځایه د تېرېدو په حال کې و. د کراچۍ پولیسو یوه مشر امیر شیخ بي بي سي ته وویل، چې د برید هدف مشر قاضي مقبول باقر و.

د نوموړي په خبره برید کې د مقبول باقر ډریور هم وژل شوی.

د پېښې ټپیان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. له چاودنې وروسته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

بل لور ته نامعلومو کسان پېښور کارخانو مارکیټ سیمه کې د پولیسو ځايي مشر میراجان په ډزو وویشت او ویې واژه. میراجان د حیات اباد پولیس مرکز مشر وو.

د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان د ټیلیفون پر کرښه بي بي سي ته ویلي، چې پر قاضي مقبول باقر یې د هغه د پرېکړو له کبله برید کړی. په بنو او پېښور کې د بریدونو په اړه نوموړي وویل، چې دا د امنیتي ځواکونو او مخالفانو پر ضد د دوی د فعالیتونو یوه برخه دي.

هلته په بلوچستان اواران سیمه کې د بمي چاودنې له کبله دوه ملېشه سرتېري وژل شوي دي.

پر قانون پوه برید

له دې مخکې د تېرې میاشتې وروستیو کې کراچۍ کې، یو شیعه مسلمان حقوقپوه او دهغه دوه زامن د وسله والو له خوا ووژل شول.

د ایالتي محکمې وکیل کوثر سقلین خپل دوه زامن چې دولس او پنځلس کاله عمرونه یې لرل، په موټر کې ښوونځي ته روان کړي وو، چې موټر سایکل سپرو وسله والو پرې ډزې وکړې.

دغه وژنې په کراچۍ کې د وکیلانو لخوا په سخت ډول غندل شوې او د احتجاج په توګه یې د محکمې کارونه بند کړي وو.

د لشکر جنګوي په نامه یوې سني سخت دریځې ډلې د دهغه برید مسولیت پر غاړه اخېستی وو.

بل لور د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې دویمه چاودنه د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ښار کې وشوه.

رپوټ کې ویل شوي، د امن کمېټې د مشر ملک حاکم خان ګاډی د بنو په هویدې تاڼه سیمه کې پر ماین وخوت، چې د چاودنې له کبله یې ملک حاکم خان، د هغه یو زوی او وراره ووژل شول.

ورته مطالب