مالي ته نړیوال سوله ساتي ځواکونه لېږل کېږي

Image caption ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر پایه د افریقا په لوېدیځ کې پروت دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو تر ۱۲ زرو زیات سرتېري دیره شي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، نړیوال سوله ساتی ځواک به د جولای په لومړۍ نېټه مالي کې فعالیت پیل کړي.

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر پایه د افریقا په لوېدیځ کې پروت دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو تر ۱۲ زرو زیات سرتېري دېره شي.

مالي کې د تېر کال له مارچ راهیسې کړکېچ، وروسته له هغه ډېر شوی چې توارېګ نومي اورپکو او اسلامپاله جنګیالیو د دغه هېواد د شمالي برخې کنټرول ترلاسه کړی دی.

دا وروستیو کې د بشري حقونو یوه نړیوال سازمان وویل، شمالي مالي کې په نژادي تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل یوه رپوټ کې وویل، توارېګ بېلتونپالي، چې د هېواد یو شمېر شمالي برخې یې تر ولکې لاندې دي، تر دوی د تور پوستو نژادونو ډلې ځوروي.

په رپوټ کې راغلي، چې دوی د دغو ډلو کابو سل تنه نیولي، لوټلي او وهلي ټکولي دي.

پر پوځ تور دی، چې د توارېګ او نورو سپین رنګو وګړو په وهلو ټکولو او ځورولو کې ښکېل دی.

د جنوري په ماشت کې فرانسوي ځواکونه مالي ته لاړل چې د پلازمېنې باماکو پر لور د اورپکو د پرمختګ مخنیوی وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ګیرارډ اراوډ ویلي، د ملګو ملتونو د امنیت شورا پریکړه کړې چې د مالي امنیتي وضعیت دې ته اماده دی چې نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ته وسپارل شي.

" په واقعیت کې د مالي ملي حاکمیت یو ځل بیا ټینګ شوی دی، د دغه هېواد امنیتي وضعیت د قناعت وړ دی. د مالي ځواکونو او د افریقايي ټولنې په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې لوی بریدونه نه کېږي. سیاسي بهیر چې تر هر څه مهم دی او ښايي ځینې یې په اړه اندېښنې ولري، ډېر ښه پرمختګ کوي."

فرانسوي ځواکونه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ امنیت د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته وسپاري، خو لږ تر لږه زر فرانسوي سرتېري به په مالي کې پاتې شي.

ورته مطالب