د برتانیا ویزې لپاره ضمانت: د هندوستان نیوکه

Image caption بېرته نه ستنېدونکي د ګمرک چارواکو په وړاندې ننګونه ده. برتانوي چارواکي

د هندوستان سوداګرو د برتانوي حکومت پر هغه پروګرام سختې نیوکې کړې، چې له مخې به یې د برتانیا ویزه تر لاسه کولو لپاره درې زره پاونډه د ضمانت په توګه اخیستل کېږي.

دغه پرواګرام به د سږ کال له نومبره وروسته عملي شي. د دغه پروګرام مقصد دادی، چې د لنډې مودې ویزه د وخت له پای ته رسېدو وروسته خلک اړ شي، چې له برتانیا ووځي.

که برتانیا ته په لنډ مهاله ویزه تللي کسان له ټاکلې مودې وروسته له دغه هېواده و نه وځي، نو ضمانتي پېسې به یې ضبط شي.

د هندي صنعت کارانو کنفدراسیون چارواکي وايي دا ډېر( تبعیضي) چلند دی.

د برتانیا حکومت وايي د دغه هېواد د ګمرک چارواکو پر وړاندې له لنډ مهاله ویزا پاې ته رسېدو وروسته د کسانو نه ستنېدل لویه ننګونه ده او دوی هغه هېوادونو په نښه کړي، چې ورنه راتلونکي کسان دغه لړۍکې راځي.

که څه هم دا تر اوسه نه ده تایید شوې، خو ویل کېږي، چې له هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، ګانا او نایجریا څخه برتانیا ته تلونکو کسانو څخه به درې زره پاونډه د ضمانت په توګه اخیستل کېږي او بېرته خپلو هېوادونو ته د نه ستنېدو په صورت کې به د دوی دغه پېسې ضبط کېږي.

د هندوستان د لویو صنعتونو استازي سازمان مسوولین وايي، د زده کونکو لپاره د ویزه په سیسټم کې د بدلونونو له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ له مخکې اړیکي ترینګلي دي او اوس د دې پلان له کبله نوره خړبړتیا رامنځ ته کېدای شی.

د کنفدراسیون له لوري په څرګندونو کې ویل شوي، چې برتانیا کې د کډوالو په باب اندېښنه پر ځای ده، خو د دې مسالې د حل لپاره نور اغېزمن ګامونه پورته کېدای شي.

دغه راز ویل شوي، چې د ویزه سیسټم له دې بندیزونو سره به نه یوازې سوداګریز اړیکي خړپړ شي، بلکې له هند څخه به برتانیا ته د تلونکو محصلینو او سوداګرو شمېر هم اغېزمن شي.

بل لور ته د برتیانیا د کورنیو چارو وزارت وايي دغه پروګرام لا هم حتمي نه دی او د هغو هېوادونو نوملړ هم نه دی حتمي شوی، چې د دغه پروګرام له مخې به اغیزمن شي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیره ټرېسا مې وايي:

"د ضمانت سسټم زموږ لپاره غوره دی، چې له مخې به یې د ویزه د مودې پای ته رسېدو وروسته سیل لپاره د راتلونکو کسانو د پاتې کېدو مخنیوی وشي او په خدماتي سکتور کې به پر دوی شوی لګښت تر لاسه شي."

ورته مطالب