جېکوب زوما موزمبیق ته خپل سفز وځنډاوه

Image caption د نسلي توپيرونو ضد مبارز، نېلسن منډېلا له تېرو دوو اونيو راهيسې د پرېټوريا په يوه روغتون کې دی.

د جنوبي افريقا ولسمشر جېکوب زوما وروسته له هغه موزبيق ته خپل سفر وځنډاوه، چې په روغتون کې يې له نېلسن منډېلا سره وليدل.

د ښاغلي زوما دفتر وايي هغه د چارشنبې په ماښام د منډېلا ليدو ته ورغی او ډاکټرانو ورته وویل، چې د توکمیز تبعیض ضد مبارزې اتل او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر نېلسن مانډيلا روغتيايي وضعيت اندېښمنونکی دی.

د نسلي توپيرونو ضد مبارز، نېلسن منډېلا له تېرو دوو اونيو راهيسې د پرېټوريا په يوه روغتون کې دی.

ډاکټران وايي د ښاغلي منډېلا سږي مکروبي شوي دي.

له دې مخکې د يکشنبې په ورځ هم د ده حالت نازک ښوول شوی و.

د سوېلي افریقا ولسمشر جېکوب زوما مخکې ویلي و، د نېلسن منډېلا روغتیايي حالت اوس هم جدي دی خو روغتیا یې په دوامداره توګه په ښه کېدو ده.

ښاغلي زوما چې د ځوانانو د ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسیمو کې یې خبرې کولې له خلکو غوښتنه وکړه، چې پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا په خپلو فکرونو او دوعاګانو کې یاد وساتي.

ولسمشر زوما وویل، ښاغلي منډېلا د سوېلي افریقا په تاریخ کې له نورو مهم رول لوبولی دی.

"موږ باید یاد وساتو چې نېلسن منډېلا یو له هغو کسانو دی چې خپل رول یې ولوباوه او آزادي یې واخیسته. ښاغلي منډېلا خو بیا تر ټولو مهم رول لوبولی دی. موږ خوښ یو چې د هغه روغتیا په ښه کېدو ده."

نن لسمه ورځ ده چې د سوېلي افریقا پخوانی ولسمشر نېلسن منډېلا په روغتون کې د سږو د ورپېښې ناروغۍ له امله بستر دی.

ولسمشر جېکوب زوما د ډاکټرانو له خولې وویل د ۹۴ کلن نېلسن منډېلا حالت جدي دی خو په وروستیو ورځو کې یې روغتیا په ښه کېدو ده.

ورته خبره د نېلسن منډېلا لمسي هم کړې ده خو هېچا دا نه دي ویلي چې ښاغلی منډېلا به کله له روغتون نه رخصت شي.

ورته مطالب