چین "دوه میلیونه" تبتیان بې ځایه کړي

د تبتیانو کورونه
Image caption د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د تبتیانو کلیو کې کمونیستي کسانو اړولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په تېرو اوو کلونو کې د چین حکومت تر دوو میلیونو ډېر تبتیان "سوسیالت کلیو" ته خوځولي .

ویل کېږي، چې په دغو خوځول شویو کې سلګونه زره کوچیان په زور دغو سیمو ته لېږدول شوي.

سرچینه وايي، له دې کاره د چین هدف په تبت توکمو کې د خپل سیاسي کنټرول ډېرول دي.

خو چین بیا دغه په زور ایستنه ردې کړې ده.

دا راپور داسې مهال ورکړل شوی، چې ویل کېږي، په ځینو سیمو کې د دلای لامو پلویانو پر عبادت بندیزونه نرم شوي دي.

خو بي بي سيد هغو چینايي تبتي بودایانو د ادعاوو په ثبوتولو ونه توانېده، چې وايي د خپل مذهبي مشر په غیاب کې د هغوی پر عبادت او نورو چارو بندیزونه لګول شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان له خوا خپاره شوي ګوګل ایرت انځورونه ښيي، چې په تبت کې د خلکو تر ایستل کېدا وروسته ګڼ کورونه ویجاړ شوي او هلته د ودانیو شکلونه بل ډول جوړ شوی دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا یو څېړونکی نیکولاس بیکویلن وايي: "حکومت هوډ کړی چې د تبیانو سیمې په هر کلي کې کمونستان او نوي خلک ځای پرځای کړي".

"د دوی هدف دا دی، چې هلته مېشتېدونکي خلک له نورو اصلي اوسېدونکو سره یوځای وخوري، ژوند او کار وکړي او دا معلومه کړي، چې څوک حکومت ته وفاداره دي".

د چین حکومت په ټیګار سره ویلي چې د تبتیانو د ژوند او اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره یې میلیونونه ډالر لګولي دي.

که څه هم په دغه سیمه کې ترینګلتیا لاهم موجوده ده، په تېرو څلورو کلونو کې لږترلږه هلته ۱۱۷ تبتیانو خپل ځانونه وسېځل.

دوی هلته د چین حکومت نه غواړي، خو چین یې په مقابل کې له زور زیاتي کار اخیستی، چې په لړ کې یې لږترلږه ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د تبت ګڼ اوسېدونکي د هان چینايي قوم خلک دي، چې له ډېر وخت راهیسې د خپلې مذهبي ازادۍ لپاره جنګېږي.

Image caption د تبت مذهبي مشر دلای لاما هند کې دی.

چین په تبت کې امنیت ټینګولو ته ډېر پام کړی، هلته ان د کورونو پر سر او کوڅو کې هم امنیتي ځواکونه لیدل کېږي او هلته خلک څاري، چې لویې مظاهرې ونه کړي.

د ۲۰۰۸ مارچ کې د تیبت مرکز لهاسا کې لویې مظاهرې وشوې.

رپوټونه وايي، له ۲۰۰۰ کال راهیسې نژدې ۳۰۰۰۰۰ کوچیان هلته مېشت شوي وو، چې د پلان له مخې د ۲۰۱۳ کال تر پایه ۱۱۳۰۰۰ نور هم باید هلته مېشت شي.

د عبادت خپلواکي؟

که څه هم د تبت بودایانو مشر دلای لاما له سیمې ایستل شوی، خو ویل کېږي، چې د چین تیبتي بودایان زیاتره وخت په ازاد ډول عبادت کولی شي.

ورته مطالب