د مشهور هندي شاعر ژړا

Image caption دغه فلم د مشهور هندي ځغاستونکي ملکها سنګ د ژوند کیسه کوي.

دا وروستیو کې د هندي فلمونو لپاره د شاهکار سندرو لیکوال مشهور شاعر جاوید اختر په عام محضر کې وژړل.

د نوموړي د ژړا سبب د نوموړي د خپل زوی فرحان اختر فلم دی. دغه " فلم بهاګ ملکها بهاګ " نومیږي.

فرحان اختر د خپل پلار د ژړا په باب د خبرو پر مهال وویل، چې دغه فلم د هندوستان د مشهور ځغاستونکي، اتهلیټ ملکها سنګ د ژوند په باب جوړ شوی.

د هغه په وینا د فلم لیدو پر مهال ښايي زما پلار ته د خپل ژوند هغه شېبې ور په زړه شوې، چې له ډېرو ستړو ستونزو یې نور د صبر کاسه په نسکورېدو وه.

هغه زیاته کړه " پلار مې له داسې سختیو ګاللو او پرله پسې هڅو او هاند وروسته یوې په بلې پسې بریاووې تر لاسه کړي، د هغې جذبې او ورسره مخالفتونو په یادولو سره ښايي و نه توانید خپل شدید احساسات کابو کړي. هغه ته ښايي د خپل ژوند د مبارزې له کړاوه ډکې ورځې ورپه زړه شوې."

جاوید اختر دا مهال د هندي سینما له وتلیو سکرپټ لیکوالو او شاعرانو څخه یو دی.

ورته مطالب