لون سنوډن: ډاډه یم زوی به مې هېواد ته ستون شي

Image caption د ویکیلیکس په شمول یو شمېر کسان شته، چې د ده زوی د خپلو هدفونو لپاره کاروي. لون سنوډن

د امریکا د استخباراتو فراري کارکوونکی ایډورډ سنوډن، چې د ټېلېفوني مکالمو او انټرنیټي فعالیتونو د څار په اړه یې د امریکا پټ پروګرام په ډاګه کړ، پلار ویلي، ډاډه دی، چې زوی به یې هرومرو هېواد ته ستون شی.

لون سنوډن وايي زوی به یې د جاسوسۍ د هغو تورونو سپیناوی وکړي، چې پرې لګېدلي دي.

له یوه امریکايي ټلویزیون سره مرکه کې لون سنوډن وویل، که دا ډاډ ورکړل شي، چې له محاکمې مخکې به نه نیول کېږي، باوري دی، چې زوی به یې په خپله خوښه هېواد ته ستون شي.

د لون سنوډن په وینا د ده په باور د ویکیلیکس په شمول یو شمېر کسان شته، چې د ده زوی د خپلو هدفونو لپاره کاروي.

۳۰ کلن اېډورډ سنوډن د کالیفورنیا ایالت اوسېدونکی دی. له دې مخکې چین او روسیې د امریکا هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې و، له اېډورډ سنوډن سره یې مرسته کړې ده.

چین هغه تورونه بې بنسټه او د نه منلو وبلل چې د ښاغلي سنوډن د نیولو له حکم سره سره یې هغه ته د بهر تلو اجازه ورکړي.

بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي و، سنوډن د روسیې له پولو نه دی تېر شوی او روسیه د ښاغلي سنوډن د سفر په پلان کې لاس نه لري.

ټا کل شوې وه چې ښاغلى سنوډن اکوادور ته چې له هغه هېواده يې سياسي پناه غوښتنه کړې سفر وکړي.

خو نوموړی لا هم تري تم دی. تېره اونۍ مسکو کې لسگونه خبريالان په هوايي ډگر کې د ښاغلي سنوډن ليدو ته په انتظار وو خو نوموړى څرگند نه شو.

ورته مطالب