سينیګال د چاد مخکنی ولسمشر نیولی

حسین حبري
Image caption حبري په سینیګال کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې جبري اوسېدو ته اړ شوی.

د سینیګال پولیسو د چاد مخکنی ولسمشر او د خپلې اته کلنې واکمنۍ پرمهال د بشر ضد کړونو تورن حسین حبري نیولی دی.

د ۷۰ کلن حبري وکیل ویلي چې "د یکشنبې په ورځ د سینیګال پلازمېنه ډاکار کې نوموړی پخپل کور کې ونیول شو".

حبري په سینیګال کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې جبري اوسېدو ته اړ شوی.

نوموړی په ۱۹۹۰ کال له واکه تر راپرځېدو وروسته سینیګال ته ولاړ.

خو حبري د خپلو لسګونه زرو مخالفانو د وژلو او ځورولو ادعاوې نه مني.

حبري داسې مهال نیول شوی، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سینیګال له ولسمشر ماکي سال سره په خبرو کې عدالت ته د حبري د راکشولو هڅې وستایلې.

د ملګرو ملتونو اړوندې نړیوالې محکمې تېر کال له سینیګال وغوښتل، چې حبري محاکمه کړي او یا کې له خپل هېواد بهر محاکمه کولو ته وسپاري.

"تاریخي شالید"

د بشري حقونو نړیوال سازمان او د سینیګال د بشري حقونو مدافع سازمان له ډېرو کلونو راهیسې د حبري محاکمه غوښته.

د سینیګال پارلمان داسې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د حبري د قضايي محاکمې چارې مخته بوځي.

په ۲۰۰۵ کال هم حبري په بلجیم کې د بشر ضد په کړنو تورن شوی و، خو سینیګال د بلجیم دا غوښتنه رد کړه چې ګني نوموړی د محاکمې لپاره ورسپاري.

ورته مطالب