چینایانو ته: مور او پلار ته مو ورشئ که نه نو....

Image caption په چین کې د یوه نوی قانون له مخې خلک اړ دي چې له خپلو زړو میندو او پلرونو سره اړیکه وساتي او د حال پوستنه یې وکړي.

چین یو داسې قانون پلی کړی، چې له مخې یې زامن باید د خپلو عمر خوړلو والدینو لیدو کاتو ته ورشي او د هغوی له روغتیا او سم ژوند ځانونه ډاډمن کړي، که نه نو غرامت باید ورکړي او یا زنداني شي.

په زاړه عمر کې یوازېتوب ښایي په ډېرو ټولنو کې یوه ستونزه وي.

خو چینایانو ورته یو ځانګړی حل موندلی.

هلته یو نوی قانون پلی شوی دی.

مور او پلار چې کله زاړه عمر ته ورسېږي نو اولادونه یې اړ دي چې له دوی سره اړیکه وساتي او د حال پوښتنه یې وکړي.

دې قانون ته د زاړه عمر وګړیو د حقوقو او ګټو د خوندیتوب قانون نوم ورکړل شوی دی.

د دوی د فزیکي تحفظ سربېره اوس په دې قانون کې یوه نوې ماده هم ور ګډه شوې ده، چې له مخې به یې د زاړه عمر وګړیو روحي اړتیاوې هم پوره کېږي.

هغه اولادونه چې له خپل مور او پلار څخه ليری اوسي او د هغوی مسولیت پر غاړه لري اوس باید د هغوی لیدلو ته ورشي او د حال پوښتنه یې وکړي.

په چین کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه وګړي د مزدورۍ لپاره له خپلو کورونو لیري ژوند کوي.

دوی په کال کې یوازې یو ځل کولای شي خپلو ښارونو او کلیو ته ولاړ شي.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د چین دولتي شمېرو وښوله چې په دې هېواد کې د ۱۷۸ میلیونه وګړیو عمر ۶۰ کاله او یا تر دې هم پورته دی.

Image caption د نوي قانون له مخې زامن باید د خپلو پلرونو او میندو روحي ډاډ ته تل لاسونه اوږده وساتي.

تر ۲۰۳۰ پورې دا شمېر ښایي دوه چنده شي.

د چین په سهیلي جیانګسو ولایت کې یوه ۹۱ کلنه انا هغه وخت تر وهلو ټکولو وروسته له کوره وویستل شوه چې له خپلې نږور څخه یې د خواړو غوښتنه وکړه.

دې پېښې خلک حیران کړل.

خو ډېر وګړي د دې نوي قانون د تطبیق په هکله مشکوک دي.

دوی وایي په نوموړي قانون کې داسې یو څرګند مهال وېش نه دی ښودل شوی چې اولادونه باید له خپل مور او پلار سره په څومره وخت کې څو واره وګوري.

ورته مطالب