د هند اتراکهنډ کې زرګونه کسان لا هم 'تري تم' دي

Image caption ګڼ شمېر خلک اوس هم د اُتراخاند ایالت په مرکز کې د خپلو عزیزانو له عکسونو سره په دې هېله شپې سبا کوي چې ګوندې د ورکو شویو عزیزانو درک به یې معلوم شي.

د هندوستان شمالي ایالت اتراکهنډ کې چې په دې وروستیو کې سیلابونو سخت وځاپه، نژدې ۳۰۰۰ کسان اوس هم ورک دي.

چارواکي وايي، د ۸۰۰ کسانو مړینه تایید شوې خو لا هم دوی په دقیقه توګه نه شي ویلي چې په سیلابونو او ځمکې د ښوویدو په پیښو کې څومره کسان وژل شوي دي.

رپوټونه وايي اوس هم په ځینو سیمو کې ګڼ شمېر کسان ایسار پاتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاخوا ۱۰۰۰۰۰ زره کسان له سیلاب ځپلو سیمو نه خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

ګومان کېږي چې سږکال د هندوستان په شمالي سیمو کې د پشه کال بارانونو په تېرو ۸۰ کلونو کې ساری نه درلود.

سیلابونو په داسې حال کې ځیني کلي تر اوبو لاندې کړل چې ګڼ سیلانیان ورته راغلي وو.

د اتراکهنډ ایالت چارواکو خبرې رسنیو ته ویلي د مړو شویو کسانو دقیقه شمېره به هیڅ کله څرګنده نه شي او دا به هم روښانه نه شي چې څومره کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

ځینې کورنۍ وايي عزیزان یې څه باندې یوه میاشت کېږي چې بیرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

ګڼ شمېر خلک اوس هم د اُتراخاند ایالت په مرکز کې د خپلو عزیزانو له عکسونو سره په دې هېله شپې سبا کوي چې ګوندې د ورکو شویو عزیزانو درک به یې معلوم شي.

د هندوستان پوځ له سیلاب ځپلو سیمو نه د خلکو د ایستلو لپاره له څرخي الوتکو کار اخلي او ویل شوي چې نن دوشنبه (د جولائ ۱) به شاخوا ۹۰۰ هندو زیارت کوونکي خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.

ورته مطالب