کروواتیا د اروپايي اتحادیې غړی هېواد شو

Image caption د کرواتیا لومړي وزیر زوران میلانوویچ ویلي هېواد یې د اروپايي ټولنې یو واقعي غړی دی.

د کرواتیا په پلازمېنه زغرب کې کرواتیایان په اروپايي ټولنه کې د خپل هېواد د غړیتوب په ترلاسه کولو خوشالي کوي.

د زغرب آسمان تېره شپه اور لوبو وورسته له هغه روښانه کړ چې کرواتیا د اروپايي ټولنې اته ویشتم رسمي غړی هېواد شو.

په پام کې وه چې د شپې پرمهال کرواتیا د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو سره پر ګډه پوله ګمرکونه له منځه یوسي.

په ۲۰۰۷ کال کې د رومانیا او بلغاریا له غړیتوب وروسته، کرواتیا د دې بلاک لومړنی هېواد دی چې له اروپايي ټولنې سره یو ځای کېږي.

د کرواتیا ولسمشر ایوو یوسیبوویچ د اروپايی ټولنې غړیتوب تر لاسه کول تاریخي پېښه بللې، خو په یورو زون او کرواتیا کې د اقتصادي ستونزو له امله په دې مناسبت شور او زوږ کم شوی دی.

د کرواتیا لومړي وزیر زوران میلانوویچ بیا ویلي هېواد یې د اروپايي ټولنې یو واقعي غړی دی.

"موږ نن شپه ډېر خوشاله یو چې د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادونو دروازې زموږ پر مخ خلاصې دي. موږ اوس د یوې متنوع او د بېلابېل هویت لرونکې کورنۍ سره یو ځای شوي یو."

کرواتیا د خپلواکۍ له خونړۍ جګړې شل کاله وروسته په اروپايي اتحادیه کې غړیتوب تر لاسه کوي.

خو خبریالان وايي دغه اتحادیه کې د شته او خپله د کرواتیا د اقتصادي مسایلو له کبله دغه خوښي پیکه معلومیږي.

د پلازمېنې زغرب په مرکزي څلور لارې کې د زرګونو کسانو د ګڼې ګوڼې پر موړاندې د اروپايي کمېسیون مشر جوزمینویل بارسو په اروپايي اتحادیې کې د کرواتیا د شمول اعلان وکړ.

ورته مطالب