امریکا کې ۱۹ اور وژونکي اور وژلي

Image caption په اریزونا ایالت کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ۴۷ درجو ته وختله.

د امریکا د متحدو ایالتونو په اریزوینا ایالت کې چارواکي وايي د فونکس شاوخوا یو سل او شل کیلومتره شمال لوېدیځ لورته د اور وژنې پرمهال، ۱۹ اور وژونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه کسان د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې بې درکه شول چې د هغه اور مخه یې نیوله چې د یارنیل ښارګوټی ته یې لوی ګواښ پېښ کړی و.

اور د جمعې په ورځ پیل شو خو د یکشنبې په ورځ د تودې هوا، رطوبت د کموالي او ګړندي باد له کبله په چټکۍ سره خپور شو.

روانه اونۍ د امریکا په لوېديځو ایالتونو کې د تودوخې درجه خورا لوړه شوه او ریکارډ یې جوړ.

په اریزونا ایالت کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ۴۷ درجو ته وختله او په کلیفورنیا کې ۵۱ ته لوړه شوې ده.

چارواکو وویل، د اونۍ په پیل کې وویل، تمه ده چې دا تودوخه به د اونۍ په پای کې همدا سې دوام ولري.

د امریکا د پولو د ګزمو ادارې د امریکاـ مکسیکو پر پوله د ټپونو او تندې په برخه کې د بېړنیو چارو د کار کوونکو شمېره زیاته کړې ده.

دوی وېره لري چې د هغو کسانو د تندې او جل وهل کېدو خطر شته چې په ناقانونه توګه پر پوله اوړي.

تېره اونۍ اووه کسه ناقانونه کډوال د اریزونا په دښته کې مړه موندل شوي وو، چې سبب یې ګرمي او تنده ښوول شوې ده.

ورته مطالب