له میلاد ۱۲۰۰ کاله مخکې مومیا شوې شاهي ښځې

Image caption د هدیرې د ننه د هډوکو ۶۰ اسکلټونه هم موندل شوي، چې د "واري" واکمنو د درېیو ملکو مړي هم په کې دي.

پیرو کې لرغونپوهانو یوه شاهي هدیره کشف کړې، چې لرغونتوب یې له میلاده ۱۲۰۰ کاله مخکې ښودل شوی.

په دغه مقبره کې مومیا شوې ښځې او لرغونې خزانې هم موندل شوې دي.

مقبره د پلازمېنې لیما شمال ته موندل شوې، چې ویل کېږي، ډېر امکان لري چې دغه مقبره د "واري" امپراتورۍ وي، چې پر دغې سیمې یې له انډیز غرونو د انکا کلتور تر راڅرګندېدا پورې واکمني کړې ده.

د هدیرې د ننه د هډوکو ۶۰ اسکلټونه هم موندل شوي، چې د "واري" واکمنو د درېیو ملکو مړي هم په کې دي.

وايي، چې دغه ملکې له سرو او سپینو زرو، او په ډېره مهارت سینګار شویو خټینو لوښو سره یوځای خښې شوې دي.

یوه ښځه د ناستي پرمهال مومیا شوې، چې ویل کېږي، دا د شاهي کورنۍ غړې ده، خو لرغون پوهان وايي، چې مقبره کې یې د "ال کاستیو دي هوارمي" په نامه یوه لرغونې کلا هم موندلې ده، چې له لیما شمال لوري ته نقریباً ۲۸۰ کیلومتره لیرې پرته ده.

رویټرز خبري اژانس د دغې پروژې د مرستیال مدیر میلوز ګییرز له خولې ویلي چې "د پیرو تاریخ کې د لومړي ځل لپاره مو داسې یوه لرغونې شاهي هدیره کشف کړه چې قدامت یې د واري تر ولس او تمدن پورې رسېږي".

Image caption په دې لرغونې سیمه کې د لوټمارو د لوټ له وېرې کیندنې کېدې.

ګییرز زیاتوي "د شاهي کورنۍ په دغه کلا کې ۶۳ مړي دي، چې زیاتره یې ښځې دي، په جنډو کې تړل شوې او د کښېناستو په حالت کې مومیا شوې دي، چې ویل کېږي، چې د واري ولس د مومیا کولو دغه دود و".

خو د بشري جنایتونو د ثبوت یو کارپوه فیسواف ویتیسکوسکي وايي چې ځینې نور مړي ښکاري چې قرباني شوي دي.

ویتیسکوسکي زیاتوي "د هدیرې د ننه مو شپږ داسې مړي وموندل، چې کفنونو کې نه وو، او د نورو مړو پر سر په ګډوډ شکل اچول شوي؛ نو ویلای شو، چې دا کسان وژل شوي دي".

لرغون پوهان په پټه له څو میاشتو راهیسې د مړو د مومیا په خونو کې پلټنې کوي، ځکه دوی وېره لري، که چېرې غله خبر شي، چې هلته خزانې او لرغوني توکي دي، شاید دا ځای ولوټي.

د "واري" ولس او کلتور د اوومې او لسمې میلادي پېړیو ترمنځ واکمني کړې ده، چې هغه مهال یې اوسنۍ پیرو بشپړه نیولې وه، خو بیا وروسته ډېر ژر دغه واکمني ختمه شوه.

ورته مطالب