اماراتو د ۶۰ اسلامپالو د نیولو امر کړی

Image caption د سې شنبې ورځې د محکمې جربان کې ۲۶ کسانو ته برآت ورکړل شو.

د متحده عربي اماراتو یوې محکمې د هغو لسګونو اسلامپالو د بندي کولو امر کړی، چې وايي د واکمن نظام د چپه کولو دسیسه یې جوړه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو یوې محکمې د هغو لسګونو اسلامپالو کسانو د نیولو امر کړی، چې وايي د واکمن نظام د ړنګولو دسیسه یې جوړه کړې.

محکمې په غیاب د تورنو د نیولو امرکړی.

د محکمې پرېکړه کې راغلي، اته کسان باید ۱۵ کاله بندیان شي.

خو لسګونه نور کسان باید د محکمې د حکم له مخې لس لس کاله بنديان شي.

د متحده عربي اماراتو چارواکو تېر کال هم ۹۴ اسلامپالي په ورته قضیه کې د ښکېلتیا له کبله بندیان کړل.

د سې شنبې ورځې د محکمې جربان کې ۲۶ کسانو ته برآت ورکړل شو.

د بشر حقونو ټولنې وايي، د محکمې په دغو پرېکړو کې "ښکاره تېروتنې" شوې دي.

تورن کسان بیا وايي چې سخت ربړول وشي، خو د اماراتو حکومت بیا دغه تور ردوي.

د محکمې د باندې واټ تړل شوی و، او ان خبریالان هم نژدې نه ورپرېښودل کېدل.

د محکمې د جریان خبر د اماراتو له سیمه ییز تلوېزیون خپور شوی دی.

خو د تورنو کسانو وکیلان وايي، چې موکلین یې د اماراتو مېشتې "الاصلاح" اسلامي ډلې غړي، چې له "اخوان المسلمین" ګوند سره تړاو لري.

پر دغو کسانو تور دی، چې ګني د اماراتو د حکومت سیستم کې د اصلاحاتو راوستلو او همداشان غوښتل یې چې پر واک قبضه ټینګه کړي.

ورته مطالب