''مصر کې پر ښځو او اسلامپالو جنسي تېري شوي''

Image caption وړاندې ښځو په مصر کې پر ښځو د جنسي تېري ضد لاریون کړی و.

په مصر کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د قاهرې تحریر څلورلاري کې پر ښځو "وېروونکي جنسي تېري" شوي.

وايي، چې ډېری دا ډول تېري د مصر واکمن نظام او اخوان المسلمین د مخالفینو د لاریونونو پرمهال شوي.

بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د ولسمشر محمد مرسي پلویو اسلامپالو ملاتړو هم سخت بریدونه شوي.

د سازمان په وینا "اړدوړ جوړوونکې یوازې په تېرو څلورو ورځو کې پر ۹۱ ښځو جنسي تېری کړي او د تېر جون پر دېرشمه پر ځينو ښځو ان ډله ییز تېري هم شوي دي".

د "جنسي ځورونې ضد ځواک" په نامه یوې ډلې ویلي، چې ګڼې قرباني شوې ښځې طبي درملنې ته اړتیا لري، او یوه په کې د رغېدو لپاره جراحي عملیات غواړي، ځکه چې په چړو هم وهل شوې ده.

دغه سازمان وايي، چې دا ټولې کړنې د پولیسو له سترګو پناه هغه مهال چې په تحریر څلورلاري کې لاریونونه وو، شوې دي.

سازمان وايي، ۱۷ داسې اړیکي یې ترلاسه کړي، چې د اوو عمر پر ټيټو نجونو هم ډله ییز جنسي تېري شوي، او په ځینو مواردو کې له ښځو سره د هغوی د اولاد پر وړاندې تېري شوي دي.

بل خوا، "د مصري ښځو غږ" په نامه ټولنې، چې د ښځو د حقونو د ملاتړ برخه کې فعالیت کوي، وايي "د تحریر څلورلاری د ښځو پروړاندې د ډله ییزو جنسي تېریو تر ټولو غوره ځای بلل شوی".

د اسلامپالو په نښه کول

مصر کې د ولسمشر محمد مرسي پرضد او بیا د هغه د پلویانو په لاریونونو کې ۱۶ کسان وژل شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د ناروا پېښو د رامنځ ته کېدو پړه اچولې ده.

د منځني ختيځ او شمالي افریقا لپاره د بشري حقونو د څار سازمان مرستیال مشر جو سټارک ویلي، ټولې خواوې باید د دوی د پلویانو له خوا د تاوتریخوالي او اړدوړو جوړولو د مخنيوي لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي.

Image caption وايي چې تر ډېره په تحریر څلورلاري کې د لاریون پرمهال پر ښځو جنسي تېري شوي.

دغه سازمان ویلي، داسې رپوټونه یې هم ترلاسه کړي، چې پر ګڼو هغو کسانو مرګوني او ان جنسي بریدونه او تېري شوي، چې "ظاهراً اسلامپالي او یا متشرع معلومېدل".

سازمان وايي، امنیتي مسؤولین باید د مصریانو د ساتنې او د جنسي تېریو مخه ونیسي، او د دې سیاسي لانجې په اور کې ولس سوځېدو ته پرې نږدي.

عیني شاهدانو د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي، چې د مظاهره کوونکو دوو ډلو په اسکندریه کې د اخوان المسلمین ملاتړي سخت وهلي، حال دا چې هلته هېڅ امنیتي کسان او پولیس نه وو.

دغه سازمان په یوه وېدیو کې د اخوان المسلمین ګوند هغه پلوی ښودلی، چې "په ډله ییز ډول یې خلک وهي، کالي یې پرې وباسي او پرځمکه وینې ترې څاڅي".

ورته مطالب