اندونیزیا کې زلزلې مرګ ژوبله اړولې

Image caption دې زلزلې د سیمې په اوسیدونکو کې سخته ویره خپره کړه.

اندونېزیايي چارواکي وايي نن ( چهارشنبه ) د دغه هېواد اچې ایالت زلزلې لړزولی چې په ترڅ کې یې لږ ترلږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۱۷ تنه نور ټپیان دي.

دې زلزلې په زرګونه کورونه او ودانۍ یا نړولي او یا یې هم زیانمنې کړي دي.

دغه راز دځمکې او لویو ډبرو د ښووییدنې له امله سړکونه بند شوي دي. د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي هغه سیمو ته ځانونه ورسوي چې د دې زلزلې له امله ډېرې زیانمنې شوي دي.

دې زلزلې د سیمې په اوسیدونکو کې سخته ویره خپره کړه، په ۲۰۰۴ کال کې په همدې سیمه کې د سونامې په پایله کې له له یو سل او اویا زره زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تېر کال په لومړیو کې هم یو شمېر اسیايي هېوادونو په اندونېزیا کې تر زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی و.

هغه زلزله چې د ریکتر په کچه ۸،۷ درجې وه، د اندونیزیا په همدې آچې ولایت کې شوې وه .

هغه زلزله هومره درنه وه بلله شوې لکه چې اته کاله مخکې رامنځ ته شوې وه، خو اندونیزیايي چارواکو هغه مهال ویلي و، هغه خلک چې هڅه کوي لوړو سیمو ته ځان وروسوي سخته ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځ ته کړې ده.

هغه مهال په ګاونډی هېواد تایلند کې چارواکو ټولو هغو کسانو ته د خپلو کورونو د خوشې کولو امر وکړ چې د اندامن سمندر غاړې سیمه کې اوسېدل.

د هغې زلزلې ټکانونه په هند، استرالیا، سریلانکا او سینګاپور کې هم احساس شوي وو.

د سږ کال په پیل کې د اندونيزيا په پلازمېنه جکارتا کې د سختو مونسوني اورښتونو له امله پراخو سېلاوونو د پلازمېنې والي وهڅاوه چې بېړنی حالت اعلان کړي.

د سیلاب له کبله د ښار په ځينو برخو کې دوه متره اوبه ولاړې وې.

زرګونه ځايي اوسېدونکي خوندي سيمو ته تللي وو او د سېلاب اوبو دکانونه او د ولسمشرۍ د ماڼۍ په ګډون حکومتي دفترونه ډوب کړي وو.

ورته مطالب