جنوبي کوریا له شمالي ګاونډي سره د خبرو وړاندیز کړی

Image caption د جنوبي کوریا فابریکو لسګونه زره شمالي کوریايي کارکوونکي په دغه صنعتي پارک کې پر کار ګومارلي دي.

جنوبي کوریا د کاسیو نګ په نوم صنعتي پارک د بیا پرانیستلو په باب له شمالي کوریا سره د نویو خبرو د پیلېدو وړاندیزکړی.

شمالي کوریا بیا له جنوبي کوریا څخه سوداګر ورغوښتي چې په دغه صنعتي پارک کې چې د دواړو هېوادونو ګډه سیمه کې دی، ددوی کار ځایونه وګوري.

دغه پارک درې میاشتې دمخه وروسته له هغه وتړل شو چې د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام سره د تړلو موضوعاتو له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیا رامنځ ته شوه.

د جنوبي کوریا د یو والي وزارت ویلي چې له دواړو لورو دغه بلنه د ټیلیفون له لاري وروسته له هغه وشوه چې پیونګیانګ د چهارشنبې په ورځ د ټیلیفون دغه کرښه ونښلوله.

د جنوبي کوریا فابریکو لسګونه زره شمالي کوریايي کارکوونکي په دغه صنعتي پارک کې پر کار ګومارلي دي.

د جنوبي کوریا د یووالي وزیر کیم یونګ سوک ویلي، دا خبرې به د جولای په شپږمه نېټه د دواړو هېوادونو تر منځ یوه غیرپوځي سیمه کې د پان مونجوم په کلي کې تر سره شي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي چې مذاکرات د حل یوازینۍ لار ده.

" لکه څنګه چې مو مخکې هم په تکرار سره ویلي، د کایسنګ صنعتي پارک ستونزه د جنوبي او شمالي کوریا د چارواکو ترمنځ د خبرو له لارې هواریدلای شي، همدا زموږ دریځ دی.

له دې مخکې شمالي کوریا پر سویلي کوریا د پلان شویو خبرو د سبو تاژ کولو تور لګولی و.

د تېرې جون میاشتې په لومړیو کې له پیونګ یانګ څخه په یوه رسمي خپره شوې اعلامیه کې پر سویل تور لګول شوی و، چې خبرې یې قصداً د پلاوي د مشر د رتبې په راټیټولو په داسې حال کې له خنډ سره مخامخ کړي چې د شمالي کوریا پلاوي د سفر لپاره تیاری نیو.

په یوه رسمی بیان کې د شمال کوریا هغه کړنه "ډېره بې نزاکتي" بلل شوې وه.

له اپریل میاشتې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له امله د ګډې پولې شمال لور ته د کاسیانګ په صنعتي پارک کې فعالیت بندی شوی دی.

ورته مطالب