ترکیې کې محکمې د غازي پارک ودانیز پلان لغو کړ

Image caption دا معلومه نه ده، چې اوس ولې دغه امر اعلان شوی.

ترکیې کې یوې محکمې د استانبول ښار په تاکسیم څلور لارې کې غازي پارک پر ځای حکومتي ودانیز پلان درولو امر کړی.

محکمې دغه امر د جون په اتمه جاري کړ. د یادونې دی، چې دغه امر هغه مهال شوی، چې استانبول کې د دغه پارک پر ځای د ودانیز پلان پر ضد پراخ احتجاج دوام درلود.

خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې اوس ولې دغه امر اعلان شوی.

د محکمې په امر کې ویل شوي، چې د استانبول تاکسیم څلور لارې ته څېرمه غازي پارک کې د عثمانیه سلطنت د پوځي بارک پر سبک ودانیز پلان عملي کول خلکو ته هېڅ ګټه نه لري.

رپوټونو کې ویل شوي، چې محکمې پارک د څنګ لارو جوړولو پلان هم لغو کړی.

ویل کېږي، چې حکومت به د دې پرېکړې خلاف د استناف غوښتنه وکړي.

استانبول کې د بي بي سي خبریال وايي، دغه پرېکړه د چاپېریال ساتنې د فعالانو بریا بلله کېږي.

زرګونو فعالانو تر دوو اونیو پورې غازي پارک کې کېږدۍ وهلې وې او احتجاج یې کاوه، خو وروسته پولیس دوی له هغه ځایه وشړل.

ترکیې کې دغه احتجاجونه هغه مهال پیل شول، چې حکومت غوښتل د یوه عامه پارک پر ځای یو ودانیز پلان پلي کړي.

له هغه وروسته د احتجاجونو دغه لړۍ ټول هېواد کې خپره شوه.

مظاهره کوونکو اعتراض کاوه، چې درې ځلې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوي رجب طیب اردګان د احتجاج پر وړاندې له اړتیا ډېره سختې ښکاره کړه.

د چارواکو په وینا دې احتجاجونو کې تر اوسه پورې څلور کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

ورته مطالب