د مرسي پلویان او مخالفین مظاهرو ته چمتووالی نیسي

البرادې
Image caption د مصر مشهور سیاستوال محمد البرادې اوس د یوه ایتلاف مشري په غاړه لري

د محمد مرسي مخالفان او پلویان د یکشنبې پر ورځ بیا په بېلابېلو ولایتونو کې د پراخو مظاهرو هوډ لري.

وېره دا ده چې نننۍ مظاهرې بیا پر تاوتریخوالي وانه وړي.

مصر کې د "تمرد" یا بغاوت خوځښت پر مصري ولس غږ کړی، چې د خپلو لاسته راوړنو ساتنې لپاره راووځي او دفاع ترې وکړي.

دغې ډلې پر اخوان المسلمین ګوند تور لګولی، چې ګني د محمد مرسي بېرته ولسمشر کېدو په چاره کې"هېواد د جګړې لور ته بیايي".

د تمرد خوځښت غړي سید غریب ویلي، چې د جنورۍ پاڅون د هدفونو ساتلو لپاره به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

خو اخوان المسلمین ګوند، چې محمد مرسي یې غړی هم دی، پر خپلو پلویانو د نورو مظاهرو غږ کړی.

دوی غواړي، چې د مظاهرو له لارې لیرې کړای شوی ولسمشر محمد مرسي بېرته واک ته ورسېږي.

لومړی وزیر

د مصر تلوېزیون ویلي، چې لاهم د مصر لپاره لومړی وزیر نه دی ټاکل شوی.

وړاندې د ملګرو ملتونو له پخاني دیپلومات محمد البرادعي سره د مصر منځمهالي ولسمشر کتلي وو او ویلي یې وو چې د لومړي وزیر څوکۍ به هغه ته وسپاري.

خو د تېرې شنبې په ورځ د النور سلفي ډلې له دې اعلان سره سخت مخالفت وښود.

د مصر لېبراله سیاستوال محمد البرادعي به د لومړي وزير په توګه وګمارل شي.

د مصر دولتي رسنۍ وايي منځمهالي ولسمشر محمد منصور له ښاغلي البرادعي سره ویني.

دا لیدنه تر هغې درې ورځې وروسته ترسره کېږي چې پوځ اسلامپالی مشر محمد مرسي تر زیاتېدونکو ناکراریو وروسته له واکه لیرې کړ.

محمد البرادعي د ملګرو ملتونو د اتومي چارو د څار د څانګې پخوانی مشر دی چې په خپل هېواد کې د ازاد خیالو او کیڼ اړخو ګوندونو د یوه ایتلاف مشري کوي.

د جمعې په ورځ ( د جولای ۵) د مرسي ملاتړو ناکرارۍ وکړې چې وینه هم په کې وبهېده.

د شنبې په ورځ هم د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او مخالفانو تر منځ نښتې شوې.

Image caption قاهره کې هغه وخت ترینګلتیا ډېره شوه چې د محمد مرسي پلویانو د جمهوري ګارډ‌ مرکز لور ته یون پیل کړ، چې ویل کېږي، ښاغلي مرسي دغه ځای کې ساتل شوی دی.

دغه نښتې له هغه څو ساعته وروسته وشوې، چې پوځیانو د محمد مرسي پلویانو د مظاهرې پر مهال ډزې وکړې او درې کسان یې ووژل شول.

رپوټوڼو کې ویل شوي، چې د پلازمېنې قاهرې سربېره، د مصر نورو ښارونو کې هم نښتې شوې، چې په کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي. د تاوتریخوالي په دې پېښو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د اخوان المسلمین ګوند یوه مخکښ سیاستوال محمد البطاقي وايي تر هغې به خپلې مظاهرې روانې وساتي چې پوځ یې غوښتنې ته غاړه کېنږدي.

د چهارشنبې په ورځ( د جولای ۳) د مصر پوځ د پخواني ولسمشر محمد مرسي حکومت وپرځاوه، خو هغه دا یوه پوځي کودتا وبلله.

قاهره کې هغه وخت ترینګلتیا ډېره شوه چې د محمد مرسي پلویانو د جمهوري ګارډ‌ مرکز لور ته یون پیل کړ، چې ویل کېږي، ښاغلي مرسي دغه ځای کې ساتل شوی دی.

ورته مطالب