مصر:د سیاسي مخالفانو نښتو کې ۳۰ کسان وژل شوي

Image caption قاهره کې سیاسي مخالفانو یو بل په ډبرو ویشتلي.

مصر کې د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او مخالفانو تر منځ نښتې شوې.

دغه نښتې له هغه څو ساعته وروسته وشوې، چې پوځیانو د محمد مرسي پلویانو د مظاهرې پر مهال ډزې وکړې او درې کسان ووژل شول.

رپوټوڼو کې ویل شوي، چې د پلازمېنې قاهرې سربېره، د مصر نورو ښارونو کې هم نښتې شوې، چې په کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي. د تشدد پېښو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

بل لور ته د مصر د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، د اخوان المسلمین ګوند مرستیال مشر خیرات الشاطر د تاوتریخوالي د پارولو په تور نیول شوی دی. دغه شتمن سوداګر په ګوند کې تر ډولو اغیزناک سیاستوال بلل کېږي.

د جمعې په ورځ د دغه ګوند مشر محمد بادي د مرسي په پلوۍ یوه مظاهره کې وروسته تر هغې را څرګند شو، چې د یوه لنډ وخت لپاره یې د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

نوموړي وویل، دوی به تر هغې مظاهرې روانې وساتي، چې واک بېرته ښاغلي مرسي ته نه وي سپارل شوی. ده همدراز پر پوځ غږ وکړ، چې په خپلو خلکو دې ډزې نه کوي.

پلازمېنه قاهره کې د بي بي سي یو خبریال وايي، دواړو خواو له تحریر څلورلارې سره نږدې یوه پله باندې پر یوه بل د ډبرو او بوتلو ګوزارونه کړي دي. کله چې پوځ مداخله وکړه او مرسي پلویان یې پر شا کړل، د نوموړي مخالفینو د خوښۍ نارې وهلې.

په اسکندریه کې د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره چیانو پر یوې غونډې ډزې شوې، چې لږ تر لږه دولس تنه پکې وژل شوي دي. تر دې وړاندې په قاهره کې له یوه پوځي مرکز سره نږدې پوځیانو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې، چې یو شمېر کسان پکې ووژل شول.

تر دې وړاندې د اخوان المسلمین ګوند یوه مخکښ سیاستوال محمد البېلتاګي وویل، تر هغې به خپلې مظاهرې روانې وساتي، چې پوځ یې غوښتنې ته غاړه کېنږدي.

" دا د مصر خلک دي. نن میلیونونه خلک د دې لپاره راوتي، چې خپل انقلاب راژوندی کړي. دا یو ملکي، ولسواک، قانوني او سوله ییز انقلاب دی. موږ به له سوله ییزې مبارزې لاس وا نه خلو. موږ له ځان سره یوه ډبره هم نه ده راوړې، ناسمه ژبه مو نه ده کارولې. خو تر هغې به کورونه ته ستانه نه شو، چې دغه پوځي کودتا پای ته نه وي رسېدلې."

د یادونې ده، چې د چهارشنبې په ورځ د مصر پوځ د پخواني ولسمشر محمد مرسي حکومت وپرځاوه، خو هغه دا یوه پوځي کودتا وبلله.

قاهره کې هغه وخت ترینګلتیا ډېره شوه، چې د محمد مرسي پلویانو د جمهوري ګارډ‌ مرکز لور ته یون پیل کړ، چې ویل کېږي، ښاغلي مرسي دغه ځای کې ساتل شوی دی.

له دې مخکې د محمد مرسي زرګونه پلویان د تحریر ډګر په شاوخوا کوڅو کې تیت او پرک شول.

سوله ییز احتجاج

دغه مهال د اخوان المسلمین لوی مشر محمد بادي وینا وکړه، ویې ویل:

"موږ به تر هغې په تحریر میدان کې یو، چې محمد مرسي بېرته واکمن شي."

د نوموړي په خبره< زموږ احتجاج به سوله ییز وي.

له دې سمدستې وروسته د اخوان المسلمین پلویان په شور او زوږ د تحریر میدان لور ته وخوځېدل، چې د محمد مرسي پلویان په کې راټول شوي.

د بي بي سي خبریال ګیون لي وايي، نښتو کرار کرار زور واخیست.

د نښتو بهیر کې لاریون کوونکو یوه ګاډي ته اور ورته کړ او یو بل یې د خښتو په ټوټو او ډبرو وویشتل.

له دې مخکې د محمد مرسي د حکومت پرځولو ضد مظاهرې پر مهال د پوځیاڼو د ډزو له کبله درې کسان وژل شوي وو.

د ډزو دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې مظاهره کوونکي د جمهوري ګارډ افسرانو د کلب مخې ته یو ځای شول.

د مصر پوځ ویلي وو، خلکو ته به د سوله ییز احتجاج ورکړي او د اخوان المسلمین پلویانو د احتجاج اعلان کړی و.

ورته مطالب