جنوبي او شمالي کوریا خبرو ته کښېناستل

Image caption تېره اونۍ جنوبي کوریا د کاسیو نګ پارک د بیا پرانیستلو په باب له شمالي کوریا سره د نویو خبرو د پیلېدو وړاندیز وکړ.

شمالي او سوېلي کوریا د یوه ګډ صنعتي ښارګوټي د بېرته پرانېستلو پر سر خبرې کوي. دغه صنعتي ښار ګوټی، د روان کال په اپریل میاشت کې په دغه ټاپو وزمه کې د شخړو له راپورته کېدو وروسته تړل شوی و.

د دواړو خواو چارواکو د دغو هېوادونو تر منځ ناپوځي سیمې پنمونجون کې په دې اړه سره غونډه وکړه.

د شمالي کوریا په سرحدي سیمه کایسونګ کې د سوېلي کوریا د کابو سلو شرکتونو کارخونې موجودې دي، چې پخوا د دواړو کوریاګانو تر منځ د همکارۍ سمبول ګڼل کېده.

تېره اونۍ جنوبي کوریا د کاسیو نګ په نوم صنعتي پارک د بیا پرانیستلو په باب له شمالي کوریا سره د نویو خبرو د پیلېدو وړاندیز وکړ.

شمالي کوریا بیا هغه مهال له جنوبي کوریا څخه سوداګر ورغوښتل، چې په دغه صنعتي پارک کې چې د دواړو هېوادونو ګډه سیمه کې دی، ددوی کار ځایونه وګوري.

جنوبي کوریا د یووالي وزیر کیم یونګ سوک ویلي و، خبرې د حل یوازینۍ لار ده.

" لکه څنګه چې مو مخکې هم په تکرار سره ویلي، د کایسونګ صنعتي پارک ستونزه د جنوبي او شمالي کوریا د چارواکو ترمنځ د خبرو له لارې هواریدلای شي، همدا زموږ دریځ دی.

له دې مخکې شمالي کوریا پر سویلي کوریا د پلان شویو خبرو د سبو تاژ کولو تور لګولی و.

د تېرې جون میاشتې په لومړیو کې له پیونګ یانګ څخه په یوه رسمي خپره شوې اعلامیه کې پر سویل تور لګول شوی و، چې خبرې یې قصداً د پلاوي د مشر د رتبې په راټیټولو په داسې حال کې له خنډ سره مخامخ کړي چې د شمالي کوریا پلاوي د سفر لپاره تیاری نیو.

ورته مطالب