هند کې د بودایانو پر عبادت ځای برید شوی

Image caption دا چاودنې په بودګیا نومې سیمه کې د مهبودي په نوم عبادت ځای کې شوي دي.

د هند په شمالي ولایت بېهار کې، په یو لړ چاودنو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

دا چاودنې په بودګیا نومې سیمه کې د مهبودي په نوم عبادت ځای کې شوي دي.

بودایان په دې عقیده دي چې بودا په دې ځای کې په داسې حال کې د روحانیت درجې ته ورسېد چې د انځر تر ونې لاندې ناست و.

پولیس وايي د نهو تنو له خوا واړه بمونه الوځول شوي خو دې عبادت ځای ته یې د پام وړ مالي زیان نه دی اړولی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د هند لومړي وزیر منموهن سنګ ویلي پر مذهبي ځایونو برید کوونکو سره به هېڅکله نرمي و نه کړي.

همدا رنګه د هند حکومتي چارواکو د بودایانو لپاره په تر ټولو د قدر وړ زیارت کې د چاودنو لړۍ ترهګریز عملی بللی دی.

باور کېږي چې دغه ځای د بودايي مذهبو یو تر ټولو زوړ دی.

د بودګیا سیمه په ۲۰۰۲ کال کې یونسکو په خپل لست کې هم شامله کړه.

خبریالان وايي په هند کې د بودایانو پر عبادت ځایونو بریدونه ډېر لږ تر سترګو کېږي خو په دې وروستیو کې په ګاونډي برما، سریلنکا او بنګه دېش کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ اړیکي دېرې ترینګلې شوې دي.

ورته مطالب