ډېری عربي هېوادونو کې چارشنبه د روژې پيل دی

Image caption د روژې پيل د مياشتې ښکارېدا له مخې بېلابېلو هېوادونو کې سره توپير لري

سعودي، مصر او قطر اعلان کړی چې چارشنبه د (جولای ۱۰ مه) به د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ نېټه وي.

په سعودي کې لوړې محکمې ويلي د دوشنبې پر ورځ يې د مياشتې ليدلو کومه ګواهي نه ده ترلاسه کړې، چې له مخې يې د سعودي شاهي ديوان په رسمي توګه اعلان کړی چې سې شنبه (جولای ۹ مه) د شعبان مياشتې ۳۰ مه، او چارشنبه د روژې لومړۍ نېټه ده.

په همدې ډول د مصر دار الافتاء اعلان کړی چې سې شنبه (جولای ۹ مه) د شعبان وروستۍ او ۳۰ مه او چارشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

الجزيرې د مصر مفتي شوقي علام له خولې ليکلي د دار الافتاء شرعي او علمي کمېټو يې د دوشنبې لمر لوېدو وروسته د مياشتې څارنه کړې، خو د روژې مياشتې يې نه ده ليدلې.

په نورو عربي هېوادونو اردن، قطر، کويټ او يمن کې هم چارشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

د بريتانيا د بهرنیو چارو وزير وېليم هېګ د روژې مبارکې مياشتې رادبره کېدو په مناسبت خپل پيغام کې د بريتانيا او نړۍ مسلمانانو ته د "ښو هيلو" څرګندونه کړې، او ويلي يې دي "په ځانګړې توګه بايد سوريه کې بوګنوونکې رنځېدا له ياده ونه باسو".

د بريتانيا حکومت د سوريې کړکېچ له پيل راهيسې د نژدې دری نيم سوه مليون پونډو په ارزښت بشري او پرمختيايي مرستو ژمنه کړې ده.

ورته مطالب