نیمايي په نس وږي او بې کوره ایرانیان

Image caption ایران د منځني ختيځ او شمالي افریقا ۱۹ هېوادونو کې لومړی درجه فقیر هېواد ګڼل شوی.

د نظرپوښتنې ترسره کوونکې یوې مؤسسې (ګلوب) راپور له مخې، ایران نژدې نیمايي وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، په نیمه ګیډه ګرځي او د اوسېدو ځای نه لري.

راپور کې ویل شوي، چې زیاتره ایراني وګړي کرۍ شپه په اندېښنه، وېره او خپګان کې تېروي.

ایران له شوروي اتحاد وروسته په نړۍ کې د غازو دویم لوی تولیدوونکی او اوپک کې د تېلو دویم لوی صادروونکی هېواد دی.

خو پر ایران د امریکا او اروپا له لوري لګول شویو اقتصادي بندیزونو د دغه هېواد د وګړو ژوند له لوی ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د ایران تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د منځلاري اخوند ولسمشر کېدو ته په اشارې سره ګلوب ویلي، وګړو یې ځکه دغه سړي ته ډېرې رایې ورکړي، چې د هېواد اقتصاد مخت بوځي او په هېواد کې له پلان سره سم مثبت بدلونونه راولي.

اوسنی ولسمشر حسن روحاني داسې مهال ولسمشر شوی، چې د هېواد نژدې نیمايي وګړي یې له سخت فقر سره مخامخ دي، چې تېر کال په دې هېواد کې د بې وزلۍ کچه ډېره لوړه شوې وه او ان ځینو وګړو یې خواړه او د ژوند اساسي توکي نه شوای موندلی.

د دغه راپور پربنسټ ډاګیزه شو، چې ایرانیان د منځني ختيځ او شمالي افریقا په ۱۹ هېوادونو کې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو پرمهال لومړی فقیر هېواد دی، چې ځینې وخت په کې د فقر کچه ان ۵۰ سلنې ته خېژي.

زیاتره ایرانیان وايي، چې پر هېواد یې اقتصادي بندیزونو هرڅه ګډوډ کړي او د دغه هېواد اقتصاد ته یې لوی ګوزار ورکړی دی.

وايي چې دغو بندیزونو په هېواد کې د بې کارۍ کچه، د بیو لوړوالی او د پیسو پاړسوب زیات کړی دی.

د ګلوب مؤسسې راپور وايي، هغه ٪۲۷ ایرانیان چې کار لري، بیا هم د بې کارۍ غم ورسره دی.

د ګلوب راپور دا هم ویلي، چې د ایران نیمايي بالغ وګړي احساس لري، چې بندیزونو د دوی پر ژوند د پام وړ ناوړه اغېز کړی.

د راپور له مخې، پر ایران لګولو شویو بندیزونو د ٪۳۵ ایرانیانو پر ورځني ژوند د پام وړ اغېز کړی.

په دغو شمېرو سره، د ایرانیانو ترمنځ د نهیلۍ کچه ډېره شوې ده.

د ګلوب مؤسسه دا هم وايي، چې ایران کې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ بندیزونو د ایران د وګړو پر نفسي روغتیا هم اغېز کړی.