برتانیا په دوه توندلارو ډلو بندیز لګوي

Image caption بوکوحرام يوه اورپکې اسلامپالې ډله ده چې نايجريا کې ميشته ده

د برتانيا د کورنيو چارو وزرات ويلي د پارلمان په تصويب سره به د جمعې له ورځې څخه په برتانيا کې د دغو ډلو فعاليتونه بند کړاى شي.

د منبرانصارالدين ډله برتانيا کې ده خو بوکوحرام بيا له نايجريا څخه فعاليت کوي.

د منبرانصارالدين ډله، د برتانيا د انصارالشريعه په نامه هم يادېږي.

د برتانيا د کورنيو چارو وزيره وايي دې ډلې د خپلې وېبپاڼې له لارې ځانګړي کسان ترهګريزو فعاليتونو او په تېره بيا جګړو کې د ښکيليدو لپاره نورو هېوادونو ته سفر کولو ته هڅولې دي.

بوکوحرام يوه اورپکې اسلامپالې ډله ده چې په نايجريا کې مېشته ده او د حکومت له لوري غوښتل کېدونکى سړى ابوبکر شيکو يې مشري کوي.

د بوکوحرام تر یوې لسيزې ډېره موده کېږي چې پر اورپکۍ بوخته ده.

که چېرې په برتانيا کې پر دغو ډلو بنديز ولګول شي نو د دغو ډلو ملاتړ، د غړيتوب ترلاسه کول او هغوى ته پېسې ټولول به ناقانونه عمل وي.

سرغړونکي به پنځه زره پوڼده له جريمې او يا هم لس کاله بند له سزا سره مخامخ شي.

دا ګام به پوليسو ته واک ورکړي چې برتانيا کې به بوکوحرام ډلې د ملاتړ د هر فعاليت مخنيوى وکړي.

د ترهګرۍ ضد د ٢٠٠٠ کال د قانون له مخې د القاعدې او الشباب په ګډون ٤٩ ډلې ترهګرې بللې کېږي.

د توندلاري اسلامي عالم انجمم چودري وروستۍ ډله وه چې برتانيا کې يې فعالتيونه بند شول.

ورته مطالب