هندوستان کې ودانۍ نړېدلې، مرګ ژوبله پکې اوښتې

Image caption دغه سیمه خورا له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه وي.

د هندوستان، اندهراپردېش ایالت په سکندر ښارګوټي کې یو هوټل ودانۍ نړېدلې، چې په کې دم ګړۍ د ۱۰ کسانو مړینه او ۱۵ ټپیان کېدل تایید شوي دي.

د حیدراباد ښار پولیس مشر انوراګ شرما له بي بي سي هندي سره خبرو کې دغه خبر تایید کړ.

سټي لایټ نومي هوټل د سکندرښارګوټي په صدر روډ سیمه کې موقعیت لري.

د دغه هوټل ودانۍ د دوشنبې په ګهیځ له ځايي وخت سره سم اووه بجې ړنګه شوه. ځايي پولیس وايي شل کسان ژغورل شوي، خو دوی ویره څرګندوي، چې اوس هم تر خاورو خځلو لاندې نور کسان پاتې دي.

دغه سیمه خورا له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه وي. چارواکو د ژغورنې فعالیتونه پیل کړي او شاوخوا سړکونه یې د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

د سږ کال اپریل میاشت کې د هند په سوداګریز مرکز، ممبۍ ښار کې ځايي پولیسو وویل، د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ ته ورسېد.

د پولیسو په وینا هغه اووه پوړیزه ودانۍ په غیر قانوني توګه پر حکومتي ځمکه رغوول کېده او څلور پوړه یې ودان شوي وو، چې په کې یو شمېر خلک استوګن وو.

هغه مهال یوه عیني شاهد رام لال وویل:

" ودانۍ یوه لور ته کږه شوه او وروسته ونړېده، ټوله ودانۍ په څو ثانیو کې دړې وړې شوه."

هند کې د غیر معیاري ودانیزو موادو او کاري طرز کارولو له امله اکثر د ودانیو ورانېدو پېښې کېږي.

ورته مطالب