هند کې بریتور ژر پر دنده ګومارل کېږي

د هندوستان په راجستان ایالت کې یو مهال بریتونه د نارینه وو د زړورتیا سمبول بلل کېدل، خو اوس د روزګار موندلو وسیله هم بلل کېږي.

د دغې سیمې ځايي خبریال نارین باریټ وايي، پخوا دغه سیمه کې بریتو ډېر اهمیت درلود، د نارینه وو په بانډارونو کې به د برېتو یادوونه د نارینه توب او زړورتیا د بېلګې په توګه کېده.

اوس راجستان کې لوی بریتونه د سیلانیتوب او سیمه کې د وزګار موندلو لپاره کارول کېږي.

پنځه او څلور ستوریزو هوټلونو کې د کار موندنې لپاره لوی بریتونه د تعلیمي سند په څېر مهم بلل کېږي.

Image caption هره ورځ تر یوه ساعته پورې د برېتو پالنه کوم، سیلانیان یې په لیدو خوشحالېږي او کله نا کله ډالۍ راکوي. سرجیت سنګ

د دغې سیمې یو شمېر هوټلونه خپلو بریتورو کارکوونکو ته هره میاشت ځانګړي امتیازات ورکوي.

سارا کې د موسیقۍ غږ، رنګارنګ کالي او ګلاګانو او ماڼیو ته ورته سیمه ییزو هوټلونو ته له ننوتو سره سم په شاهي انداز د سیلانیانو هرکلی کېږي.

سیلانیان په لیوالتیا او حیرانۍ سره د دې هوټلونو دروازو کې ولاړو لاس په نامه بریتورو څوکیدارانو ته ګوري، داسې لکه دوی چې د شاهي دربارونو ساتونکي وي.

لوړدنګ سرجیت سنګ مخکې هندي پوځ کې خدمت کاوه، اوس د جیپور یوه هوټل کې څوکیدار دی.

ده ته پر خپلو پلنو برېتونو د ګوتو وهلو بدل کې حق الزحمه ورکوله کېږي.

سرجیت په داسې حال کې، چې په خپلو بریتونو یې لاس واهه وویل:

" دا بریتونه خو په ډېره سخته ساتل کېږي، دا باید وموښل شي، غوړ شي، په شامپو ووینځل شي، په کور کې د ساتنې لپاره په خاص ټوکر کې ونغښتل شي، هره ورځ یې کور کې تر یوه ساعته پورې پالنه کوم، سیلانیان یې په لیدو خوشحالېږي او کله نا کله ډالۍ راکوي، دا زموږ د کلتور پېژندګلوي ده."

سرجیت ته هره میاشت د خپلو بریتونو د ساتنې او پالنې لپاره پنځه سوه اضافي روپۍ ورکول کېږي.

جیپور کې د راجپوتانه شېرټن هوټل مدیر سونیل ګوپتا وايي:

" د هوټل کاروبار کې بریتور څوکیداران خورا مهم رول لري، دا رښتیا ده، چې موږ خپلو بریتورو څوکیدارانو ته اضافي معاش ورکوو، چې دوی وکولای شي، خپل بریتونه ښه وساتي او له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي."

د نوموړي په وینا د دربان د شخصیت لپاره د هغه د ونې لوړ دنګوالی او بریتونه خورا مهم دي.

Image caption برېتونه زموږ د کلتور برخه دي. کلیان ګوجر

" څومره چې یې بریتونه ببر وي، هغومره یې شخصیت پاموړ وي، د هوټل دراوزه کې د داسې ولاړ سړي له شخصیته د هوټل معیار معلومېږي، چې لوی او مهم هوټل دی. کله چې موږ څوکیدار پر دنده ګومارو دې شیانو باندې غور کوو."

د اجمیر سیمې اوسیدونکي کلیان ګوجر پر درنې څېرې د هغه پلنو برېتونو ورسره ډېره مرسته کړې، چې هوټل کې د څوکیدار دنده ومومي، دی وايي:

" دا خو د راجستان دود دی او بهرنیان زموږ د بریتونو په لیدو خوشحالېږي، له موږ سره عکسونه اخلي، دا چې پنځه ستوریز هوټلونه دي، دوی یوازې بریتور پر دنده ګوماري، ځکه زموږ لپاره بریتونه د تعلیمي اسنادو غوندې ګټور دي."

راجستان ته له تېرو څو کلونو راهیسې سیلانیان ورمات شوي. اړوند اداره وايي، هر کال شاوخوا ۲۰ میلیونه سیلانیان دغې سیمې ته ورځي، چې نژدې ۱۵ لکه یې بهرنیان وي او له همدې کبله د هوټلونو شمېر هم ډېر شوی.

د سیلانیتوب ماهر سنجې کوشک د بریتونو اهمیت په باب وايي" راجستان کې بریتونه د شان او دبدبې سمبول بلل کېږي، دې ته د نارینه وو د ویاړ په نظر کتل کېږي او شخصیت ورسره دروند معلومیږي."

ورته مطالب