هند: سیلابونو کې له څلورو زرو ډېر کسان بې درک دي

Image caption د چارواکو په وینا د جولای له ۱۵ راهیسې بې درکه کسان مړه منل کېږي او کورنیو سره به یې مالي مرستې وشي.

وېره څرګندیږي، چې ښايي شمالي هند کې د تېرې میاشتې راغلیو سیلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر څلورو زرو واوړي.

د هند سیلاب ځپلي ایالت اتراکهنډ له مرکزي ښار دهره دونه د بي بي سي هندي خبریاله نګارشالنې جوشي، خپل رپوټ کې کاږي، چې د سیلابونو زیاتوالي او شدت ته په کتو سره پرله پسې وېره څرګندېده، چې ښايي دې سیلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر زرګونو ته ورسېږي.

کله چې چارواکو ومنله اوس هم، ۴۰۴۵ کسان بې درکه دي، نو نژدې تایید شوې، چې ښايي د وژل شویو شمېر له ۴۰۰۰ ډېر دی.

یوې خبرې غونډې ته وینا کې د ایالت مشر وزیر وجې بهوګنانې وویل، چې حکومت د بې درکه کسانو وروستی نوملړ چمتو کړی دی.

د چارواکو په وینا د جولای له ۱۵ راهیسې بې درکه کسان مړه منل کېږي او کورنیو سره به یې مالي مرستې وشي.

د بهوګنانې په وینا دغه نوملړ د هغو نوملړونو په مرسته چمتو شوی، چې دوی ته د نورو ایالتي حکومتونو له لوري لېږل شوي وو.

Image caption دوهره دون کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې د ایالت مشر وزیر وجې بهوګنانې وویل، چې حکومت د بې درکه کسانو وروستی نوملړ چمتو کړی دی.

هغه وویل، چې ډېر ژر به ایالت کې د اوښتي زیان کچه معلومه کړي او په باب به یې مرکزي حکومت ته رپوټ ولېږي.

د مشر وزیر بهوګنانې په وینا د هندي هوايي ځواک الوتکې هڅه وکړه، چې کېدارنات سیمې ته اړتیا وړ مواد ورسوي، خو و نه توانېده.

د نوموړي په خبره هغه سیمه کې موسم لا هم خراب دی. هغه وویل له پوځه یې غوښتي، چې سیمې ته د پښوتګ لار جوړولو کې مرسته وکړي.

د بي بي سي هندي خبریاله وايي سیلابونو کې د وژل شویو، بې درکه او جسدونو د شمېر په باب اوس هم ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږي او ښايي کره شمېر هېڅکله معلوم نه شي.

طبیعي پېښو سره د مبارزې حکومتي ادارې د ۵۸۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي وو او ځايي پولیسو ویلي وو، چې د ۱۵۰ نامعلومو کسانو جسدونه یې په ډله ییزه توګه اور ته سپارلي. بې درکه کسانو کې د ایالتي حکومت ۵۷ مامورین هم شامل دي.

ورته مطالب