چین کې ځمکې ښویېدو 'تر ۴۰ کسان لاندې کړي'

د چین سیچوان ولایت کې د تېزو بارانونو له کبله ځمکې ښویېدو تر دېرشو ډېر کسان لاندې کړي دي.

د چین حکومتي رسنۍ واييو سیچوان ولایت کې ډېر بارانونه شوي، چې له کبله یې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ خلک د ځمکې ښویېدو له کبله لاندې شوي دي.

پېښه د سیچوان ولایت ژونګ شینګ ښار کې د چارشنبې پر ګهیځ شوې ده.

رپوټونه وايي، سیمې ته تر ۱۰۰ ډېر ژغورونکي له تربیه شویو سپیو سره استول شوي دي.

د چین خبري اژانس شینخوا وايي، په وروستیو ورځو کې د چین ګڼو سیمو کې بارانونه شوي، چې په ځینو کې یې سېلابونه راوتلي او ځمکې ښویېدلې دي.

د تېرې سې شنبې په ورځ، د سیچوان جیانګیو کې یو پول ونړېد، چې له کبله یې لاهم ځینې کسان تري تم دي.

ژونګ شینګ هغه سیمه ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې هم زلزلې سخته ځپلې وه.

دغې ځمک ښویېدنې، چې تر دوو کیلومترو پورې سیمه یې اغېزمنه کړې ده، لږترلږه ۱۱ کورونه ویجاړ کړي دي.

یوه سیمه ییز چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي "تر اوسه دا راپور لرو، چې ۱۱ کورنۍ لاندې شوې چې په دې سیمه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان اوسېدل".

پر همدې مهال، ژغورندویه ډلې سیمې ته د تري تم شویو خلکو د موندلو او ژغولو لپاره استولې شوې دي.

یوه راپور کې ویل شوي، چې لږترلږه شپږ موټر د پله له ویجاړېدو سره اوبو ته لوېدلي.

ورته مطالب