چین کې ډېرې پخوانۍ لیکدړې موندل شوي

Image caption څېړونکي وایي پر ماتو تبرونو او ډبرو لیکل شوي دا خطونه ښایي پنځه زره کاله قدامت ولري.

په چین کې لرغونپوهانو یو شمېر داسې لیکدړې موندلي چې ښایي د نړۍ تر ټولو پخوانی لیکدود پرې ثبت وي.

څېړونکي وایي پر ماتو تبرونو او ډبرو لیکل شوي دا خطونه ښایي پنځه زره کاله قدامت ولري.

همدومر کلونه پخوا په بین النهرین کې هم یو شمېر لیکدړې موندل شوې وې.

یو شمېر څېړونکي وایي دا خطونه یو دول حروفو ته ورته دي چې ښایي د چینایي ژبې پخوانی شکل وي.

خو نور بیا په دی نظر دي چې دا حروف نه دي، بلکه یو ډول نخښې دي.

دا تبرونه او نور مواد د شانګهای ښار په سویل کې له یوې سیمې څخه ترلاسه شوي دي.

دا لیکنې تر هغو هم زر کاله پخوانۍ دي کومې چې تر دې وړاندې په چین کې موندل شوې وې.

چینایي ژبه

په خپل پخواني شکل کې ۷۰،۰۰۰ کرکټرونه یا حروف لري.

خو اوس ژبپوهانو دا شمېر ۱۰،۰۰۰ کرکټرونو یا حروفو ته راټیټ کړی دی.

دوی د چینایي ژبې په زده کړه کې د اسانتیا لپاره یو داسې سیستم هم جوړ کړی چې په کې د پخوانیو نخښو پر ځای له لاتیني حروفو کار اخیستل کېږي.

د چین خلک د سیاحت لپاره هر کال په لوی شمېر کې د نړۍ نورو برخو ته سفر کوي.

له همدې کبله اوس په ځینو هېوادونو کې د چینایي ژبې زده کړه مخ په ډېرېدو ده.

ورته مطالب