مصر حکومت: محمد مرسي "خوندي" ځای کې دی

Image caption د مصر پولیس د ښاغلي مرسي اړوند، اخوان المسلمین ګوند د مشرانو نیولو لټه کوي.

د مصر نوي حکومت چارواکو ویلي، چې پخوانی ولسمشر محمد مرسي له نیول کېدو وروسته په "خوندي ځای" کې ساتل شوی.

مصر کې د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بدرعبدالعطی وویل، دی پوهېږي، چې پخوانی ولسمشر چېرې دی، خو په وینا یې محمدمرسي په له "ډېر درناوي" سره ساتل کېږي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، پر پخواني ولسمشر تر اوسه تورونه نه دي لګېدلي.

نوموړي زیاته کړه، چې پخوانی ولسمشر د ده "د خپل خوندیتوب" لپاره نیول شوی.

د مصري وزارت خارجه په وینا " دا د هېواد لپاره ډېره ضروري ده، چې نوموړی ( مرسي ) په خوندي ځای کې وساتل شي، که نه کېدای شي، پایلې ډېرې خطرناکې واوسي."

نوموړي قاهره کې د جمهوري ریاست ګارډ په مرکز کې د هغه شتون رد کړ.

بل لور ته مصر کې دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل وشي، چې څارنوالانو د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع نیولو امر کړی.

د مصر پولیس د ښاغلي مرسي اړوند د اخوان المسلمین د روحاني مشرانو او د هغوی نورو مخکښانو دنیولو لپاره د هغوی په لټه کې دي.

پر دوی تور دی چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې د پوځ یوه مرکز ته څېرمه لاریون کوونکي تاوتریخوالي ته هڅولي دي.

په هغه پېښه کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول.

بل لور ته د امریکا متحده ایالات وايي په مصر کې له سیاسي کړکیچ سره سره غواړي د پلان له مخې مصر ته څلور ایف ۱۶ ډوله جټ جنګي الوتکې ورکړي.

سپینه ماڼۍ وايي لا هم د مصر د پوځ له خوا د ولسمشر محمد مرسي د ګوښه کولو په اړه خپلې ارزونې کوي.

که چېرې د مصر پوځ دا اقدام کودتا وګڼل شي نو د امریکا پوځ به له دغه هېواد سره خپلې کلنۍ مرستې وځنډوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ډېر احتیاط سره د مصر د پېښو په اړه د خبرو پرمهال د کودتا ټکی نه کاروي.

ورته مطالب