عراق کې بېلابېلو بریدونو ۴۰ کسان وژلي

عراق
Image caption د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ عراق د سختو توکمیزو خونړیو بریدونو شاهد و، چې زرګونه کسان په کې ووژل شول.

د عراق بېلابېلو سیمو کې پرله پسې بریدونو لږترلږه ۴۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

عراقي امنیتي سرچینې واييو بعقوبه ښار کې د تېرې پنجشنبې پر ماخوستن لږترلږه ۱۱ ولسي وګړي هغه مهال ووژل شول، او ۲۵ نور ټپیان شول، چې د ښار ختيځ المقدادیه کې د فاتحې پرمهال یو موټر بم چاودېد.

بل خوا، پولیس وايي وسله والو د تېلو سمبالونې بنسټونو ته پرلار د تلاشۍ پر یوې پوستې برید وکړ، چې لږترلږه ۱۱ کسان په کې ووژلف شول.

پېښه له بغداده شمال ته په ۱۸۰ کیلومترۍ کې شوې ده.

همداشان، بغداد کې هم پر چټکې لارې یوه موټر بم ځانمرګي برید یو پولیس وژلی او نهه نور یې سخت ژوبل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، تکریت کې درې ماینونه د پولیسو پر ګزمو چاودلی، چې لږترلږه درې پولیس یې وژلي دي.

او موصل ښار کې بیا ځانمرګو برید کوونکو له چاودېدونکو توکو ډک موټر چوولی، چې لږترلږه څلور پولیس یې وژلي دي.

الرمادي ښار کې امنیتي سرچینو ویلي، چې لږترلږه دیارلس پولیس هغه مهال ووژل شول او لس نور ټپیان شول، چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دوی په منځ کې وچووه.

همداشان، د کرکوک سوېلي لوېديځ قضاء الطور سیمه کې یوې بلې موټر بم چاودنې لږترلږه ۲۳ کسان ژوبل کړل.

په ۲۰۰۳ کال د صدام حسین له راپرځېدا وروسته عراق ښه ورځ نه ده لیدلې، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په تېرو درو ماشتو کې لږترلږه ۲۵۰۰ کسان وژل شوي، چې ۷۶۱ یې په تېر جون کې وژل شوي.

همداشان، د روان جولای له پیله تر اوسه عراق کې ۱۹۰ کسان وژل شوي.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ عراق د سختو توکمیزو خونړیو بریدونو شاهد و، چې زرګونه کسان په کې ووژل شول.

د ۲۰۰۸ کال دویم نیمايي کې عراق کې د وژل شویو خلکو شمېر ورځ تر بلې ډېر شوی، خو د ۲۰۱۱ کال پای کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه بریدونه یوڅه راکم شول.

ورته مطالب