اسټرالیا:د ډوبې شوې بېړۍ ۸۸ سپرلۍ ژغورل شوې

Image caption افغان پناه غوښتونکي وايي، له بې وزلی، جګړې او تاوتریخوالي تښتي.

اسټراليايي چارواکي وايي د کرسمس په ټاپو کې د يوې وړې بېړۍ د ډوبېدو پر مهال يې ۸۸ پناه غوښتونکي ژغورلي او د اتو نورو پلټنه روانه ده.

د يوه ماشوم هلک جسد لا له وړاندې موندل شوی دی.

دغه وړه بېړۍ چې فکر کېږي د قاچاقبرانو له لوري کارول کېده له اندونيزيا نه د اسټراليا په لور روانه وه.

بېړۍ ايرانيان، افغانان او سريلانکايان د کرسمس په ټاپو کې هغه توقيف ځای ته لېږدول چې خلک په کې د پناه اخيستو لپاره ورغونډېږي.

دغه سيمه د اسټراليا او اندونيزيا ترمنځ پرته ده.

زرګونه کسان هر کال دغه خطرناک سفر کوي او دغه موضوع په اسټراليا کې په يوه پراخ سياسي بحث اووښتې ده.

بل لور ته افغان پناه غوښتونکي وايي، له بې وزلی، جګړې او تاوتریخوالي تښتي او د ټولو ګواښونو له منلو سره سره خپلې کورنۍ پرېږدي او کډوالی ته غاړه ږدي.

د افغانستان په رسنیو کې آسترالیا ته د سفر د مخنیوي لپاره دپراخو تبلیغاتو له خپرولو سره سره، داسې ښکاري، چې هره ورځ ډېر شمېر افغانان د خپلو خیالانو ښار ته د رسېدو لپاره ځانونه د انسان قاچاق وړونکو ته ورسپاری.

په دې وروستیو کې د آسترالیا د کډوالی ادارې اعلان وکړ، هغه بېړۍ چې شپېته تنه سپرلۍ يې لرلې، د تېر جون په لومړیو کې د هند په سمندر کې دوبه شوه، چې د دغې ادارې په وینا ډېری ډوب شوي کسان پکې افغانان و.

هر کال زرګونه پناه غوښتونکي هڅه کوي، چې آسترالیا ته لاړ شي او یوشمېر يې په اندونیزیا کې قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوي، چې دوی آسترالیا ته ورسوي.

په دغو پناه غوښتونکو کې په سلګونه افغانان هم شامل دي.

د رپوټونو له مخې په ۲۰۰۹ کال کې شا و خوا ۶۰۰ پناه غوښتونکو استرالیا ته د رسیدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته مطالب