ساه پوهان: همجنس بازي عقلي ناروغي نه ده

Image caption همجنسبازانو د حقونو مدافع ټولنو د يوه مهم بدلون په توگه دې ته هرکلى ويلى دى.

په لبنان کې د ساه پوهانو يوه ټولنه په عربي هيوادو کې هغه لومړنى بنسټ شو چې وايي همجنس بازي عقلي ناروغي نه ده او درملنې ته اړتيا نه لري.

په بي بي سي کې د عربي چارو مدير سبستيان اشر وايي د لبنان په پلازمېنه بيروت کې لا دمخه د همجنسبازانو غوړېدونکې او تر ډېره علني صحنې تر سترگو کېږي چې په بل يوه عربي هېواد کې هم نه شته.

خو دلته هم همجنسبازان ځانونه ډېر خوندي نه ويني، وارخطا وي او د نيولو له خطر سره مخامخېدلى شي.

په لبنان کې د ساه پوهانو لپاره اوس لا هم معمول دود دادى چې د همجنسبازانو درملنه وکړي او ها د چا خبره له دغه عادت نه يې را واړوي.

دا کار معمولا" د کورنيو يا کله کله پخپله د همجنسبازانو په غوښتنه، هغه مهال چې غواړي واده وکړي، ترسره کېږي.

له همدې امله ده چې د ساه پوهانو ټولنې دې اعلان ته چې همجنسبازي عقلي ناروغي نه ده د دغه هېواد د همجنسبازانو د حقونو مدافع ټولنو د يوه مهم بدلون په توگه هرکلى ويلى دى.

دوى وايي چې دا د پرمختگ يو گام دى چې د منځني ختيځ نورو سيمو ته هم چې همجنسبازان پکې په ټولنه کې له منزوي کېدو نه نيولې آن د مرگ تر سزا پورې له مجازاتو سره مخامخ کېدلى شي، وغزېږي.

لنباني ساپوهانو په خپله وينا کې دغه راز د درملنې هغه طريقه هم رد کړې ده چې موخه يې له همجنسبازۍ نه د روږدو کسانو راگرځول دي او د منځني ختيځ په نورو سيمو کې يې د دوى همکاران لا هم د درملنې د يوې پرمختللې طريقې په توگه پېژني.

ورته مطالب