بلجیم ته له پاکستانه لېږدول شوي چرس نیول شوي

Image caption د نژدې ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت چرس له کراچۍ نه بلجیم ته لېږل کېدل، چې و نیول شول.

پاکستاني چارواکي وايي په بلجيم کې يې له اړوندو ادارو سره د ميليونو ډالرو په ارزښت د چرسو او کوکايينو په نيولو کې مرسته کړې ده.

په پاکستان کې د نشه يي توکو ضد ځواکونو يوه وياند وويل:

"د نژدې دېرشو ميليونو ډالرو په ارزښت چرس د ځانپاکونو په هغه بار کې نغاړل شوي وو چې له کراچۍ نه بلجيم ته لېږدول کېدل."

هغه وويل چې دغه نشه يي توکي په پاکستان کې کشف شوي وو، خو د دې لپاره چې په بلجيم کې يې اساسي قاچاق وړونکي وموندل شي، د لېږدولو اجازه ورکړ شوې وه.

اوس د دريو ټنو چرسو د قاچاق په تور درې تنه نيول شوي دي.

پاکستانيان په دې باور دي چې دغه چرس اصلا" له افغانستانه راوړل شوي دي.

پردغو کسانو تور دى چې له جنوبي امريکا نه ورته يوټن کوکايين هم له همدې سره جوخت ور رسېدلي دي.

ورته مطالب