د بالیووډ 'بدمعاش' ستوری پران ومړ

پران
Image caption پران تر ۳۵۰ ډېرو فلمونو کې لوبېدلی، چې زیاتره فلمونه یې تر ننه مینه وال لري.

هندی مشهور سینمايي لوبغاړی پران کریشان سیکاند، چې په سیمه کې په پران مشهور و، د هندوستان ممبۍ کې د ۹۳ کلونو په عمر ومړ.

پران په هندي فلمونو کې په شریرو کړنو مشهور و، چې تر شپېتو کلونو ډېر وخت یې د سینما په ډګر کې تېر کړی.

نوموړی د تېرې پېړۍ شپیتمه او اتیایمه لسیزو کې د بالیووډ په زیاترو لویو او مشهورو فلمونو کې لوبېدلی.

پران د خپل هنري ژوند په اوږدو کې د شاباسۍ ګڼې جایزې ګټلې دي، چې یوه په کې د هند تر ټولو ډېره رسمي هنري 'دادا صاحب بهالکه' جایزه وه.

پران کریشان سیکاند اوسني پاکستان کې زیږېدلی، چې په ۱۹۴۰ کال د یاملا جات فلم له سناریو لیکوال سره تر ناڅاپي لیدنې وروسته یې دغه فلم کې د لوبېدو لپاره مټې راونغښتې.

دغه فلمي ستوری د پاکستان او هند تر جلال کېدا وروسته له لاهوره هندوستان ته ولاړ، او هلته یې فلمونو کې لوبېدل پیل کړل.

پران تر ۳۵۰ ډېرو فلمونو کې لوبېدلی، چې زیاتره فلمونه یې تر ننه مینه وال لري.

ورته مطالب