د هند سیلابونو کې زرګونه بې درکه کسان مړه حسابېږي

Image caption څپاندو سیندونو په دغه ایالت کې یو شمېر کلي له بیخه ونړول.

د هند په شمالي اترکهنډ ایالت کې چارواکي وايي تېره میاشت دغه ایالت کې له سیلابونو وروسته بې درکه ۵۷۰۰ کسان له دې وروسته مړه شمېرل کېږي.

د دوی په وینا د دې کسانو له کورنیو سره به مالي مرستې وشي. له دې مخکې چارواکو منلې وه، چې نژدې ۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

له هغه وروسته د همالیه غرونو په لمنو کې نژدې ۱۰۰ زره کسان وژغورل شول، چې سیلابونو او ځمکښویدنې دغه سیمه کې نژدې ۴۰۰۰ کلي وځپل.

ویل کېږي، چې د سږني پشه کال بارانونه تېرو اتیا کلونو موده کې تر ټولو ګڼ وو. څپاندو سیندونو په دغه ایالت کې داسې مهال یو شمېر کلي له بیخه ونړول، چې سیمې ته د سیلانیانو ورتګ زور اخیستی و.

اترکهنډ کې د بي بي سي خبریاله یوګیتا لیمايي وايي، ۵۷۴۸ کسان چې لا هم بې درکه دی، د دې لپاره له دې وروسته مړه حسابېږي، چې حکومت وکولای شي، له کورنیو سره یې مالي مرستې وکړي.

د اترکهنډ ایالت مشر وزیر وجې بهوګنانې وايي د بې درکه کسانو کورنیو ته به رسمي سندونه ورکړل شي، چې پر مټ به یې مالي مرسته ورکړله شي.

دغه مالې مرسته به تر۵۰۰ زره هندي کالدارو ( ۸۳۵۰ ډالر) پورې وي.

چارواکي دا هم وايي، چې ښايي د وژل شویو کسانو کره شمېره هېڅکله معلومه نه شي.

ډېر جسدونه اوبو وړي او یا هم تر خاورو خځلو لاندې پټ شوي دي. یو شمېر جسدونه چې د سیندونو په وروستیو برخو کې وموندل شول، په هماغه ځای کې اور ته وسپارل شول.

اوس چې د سیلابونو له راتګه نژدې یوه میاشت تېره ده، ډېرو سیمو ته لاهم ورتګ ممکن نه دی، ځګه لارې یې اوبو وړې دي.

حکومت اعلان کړی، د کېدارنات کلی، چې تر ټولو زیات سیلاب ځپلی، ښايي تر یوه کاله پورې د زیارت کوونکو پر مخ وتړل شي.

حکومتي چارواکي هڅه کوي لېرې پرتو سیمو کې هغو ځايي کسانو ته مرستې ورسوي، چې په موقتي کمپونو کې اوسېږي او کورونه یې په سیند لاهو شوي دي.

ورته مطالب