د چاغښت زياتوالي جين په ګوته شوی

Image caption ولې ځينې خلک له غوړو خوړو ځان نه شي منعه کولی، دا کېدی شي د دوی جين راز وي

هغه جین چې د انسان په بدن کې د غوړو زياتوالي سبب ګرځي اوس د ساینسپوهانو د نړیوالې ډلې له خوا معلوم شوی دی.

دا یو ارثی جین دی چې په بدن کې د چاغښت خطر ډېروي.

د چاغښت دغه ډول جين چې (اېف ټي او) نومېږي د ګېډې غټوالي سره تړلی و، خو علت یې معلوم نه و.

اوس څېړنې معلومه کړې چې که د ګریلین هورمون کچه د چاغو کسانو په بدن کې لوړه وي، انسان هغو خوړو ته ډېر زړه کېږي چې غوړ یې زیات وي.

ګریلین داسې هورمون دی چې انسان کې لوږه راپيدا کوي.

چاغښت له کورنۍ سره ډېر تړاو لري، یعنی که په کورنۍ کې مور یا پلار چاغ وي نو د بچیانو د چاغښت خطر یې ډېرېږي.

د لندن کالج پوهنتون په یوه څېړنه کې معلومه شوې چې د چاغو کسانو د ګریلین کچه له ډوډۍ خوړلو وروسته هم لوړه وي، او هم د دغو کسانو د ګریلین کچه د نورو پر تله ډېره ژر لوړېږي.

کارپوهان وايي داسي درمل چې ګریلین په نښه کړي کېدای شي د چاغښت مخنیوی وکړي.

ډاکتر ریچل بترهام چې د دغې څېړني مشري يې پر غاړه ده بي بي سي ته ویلي، د چاغو کسانو ماغزه داسي عیار شوي وي چې غوړ خواړه خوښوي.

وایل کېږي د بایسکل چلول د ګریلین د سطحې په راکښته کولو کې زیاته مرسته کوي او هم هغه خواړه چې پروټین یې زیات وي د ګریلین سطحه راکښته کوي.

ورته مطالب