برما وايي "ټول سیاسي بندیان خوشي کوي"

Image caption ډیویډ کامیرون وايي، برما باید د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره لا ډېر کار وکړي.

د برما ولسمشر ویلي، چې د روان ۲۰۱۳ کال تر پایه به ټول سیاسي بندیان خوشي کړي.

ولسمشر تین سین دا څرګندونې برتانیا ته د خپل لومړي سفر پرمهال لندن کې د برتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کامیرون سره تر خبرو وروسته کېړ دي.

برما، چې په میانمار مشهوره ده، وروسته تر هغه، چې د ۲۰۱۰ مارچ کې تین سین ولسمشر شو، سلګونه سیاسي بندیان خوشي کړل.

بیا وروسته، داسې انګیرل کېده، چې ګني د سیاسي بندیانو خوشي کول په هېواد کې د روانو سیاسي اصلاحاتو د لړۍ یوه برخه ده.

د برما ولسمشر ویلي: "د روان کال ترپایه به د برما زندانونو کې هېڅ یو سیاسي بندي پاتې نه شي".

نوموړي زیاته کړه، چې یوې ځانګړې کمېټې د هر سیاسي بندي د قضیې څېړل پیل کړي دي.

برتانیا ته د برما د ولسمشر د سفر موخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي راکړې ورکړې او پوځي اړیکو غوړېدل په ګوته شوي.

د برما ولسمشر تمه لري، چې لوېديځ هېوادونه، په تېره بیا برتانیا یې د هېواد په اقتصاد رغولو کې لاسنیوی وکړي او برما کې پانګونې وکړي.

هدفي وژنې

وړاندې، د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د برما ولسمشر ته ویلي وو، چې برما کې د بشري حقونو برخه کې اوچتو او لویو ګامونو اخیستلو ته اړتیا ده.

دغه برتانوي چارواکي دا هم ویلي، چې برما کې د بودايي اکثریت وګړو له لوري له روهینګا مسلمانانو سره د ناوړه چلند په اړه "ډېر خواشینی" دی.

تېر کال د راخین ولایت په هدفي وژنو کې لږترلږه ۲۰۰ مسلمانان ووژل شول او لسګونه زره نور خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شول.

د برما چارواکي د دغو تاوتریخوالو د درولو په برخه کې په پاتې راتلو ملامت ګڼل شوي، په تېره بیا د مسلمانانو د حقونو خونديتوب ته یې هېڅ پام نه دی کړی.

خو حکومت وايي چې روهینګا مسلمانان د هند له ټاپو وزمې په وروستیو کې برما ته کډوال شوي، چې په وینا یې د هېواد په اساسي قانون کې دوی ته دغه هېواد کې ځای نه شته.

Image caption د برما تېر کال هدفي وژنو کې لږترلږه ۲۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې مسلمانان وو.

ولسمشر تین سین د ۲۰۱۰ له نومبر میاشتې راهیسې د پراخو اصلاحاتو ژمنه وکړه، او دا یې هم وویل، چې پوځي واک باید د ولسي حکومت په یوه ملاتړي پوځي حکومت بدل شي.

زیاتره سیاسي بندیان خوشي شوي او پر رسنیو هم بندیزونه راکم شوي دي.

د دیموکراسۍ لپاره د ملي ایتلاف مشره انګ سان سوچي، چې د ۲۰۱۰ کال له ټاکنو سره یې پرېکون اعلان کړی و، له سیاسي بهیر سره بېرته یوځای شوې چې دا مهال یې پارلمان کې بیا نفوذ پیدا کړی دی.

د دې کار په غبرګون کې پر برما ځینې نړیوال بندیزونه نرم شول.

ورته مطالب