مصر : پولیسو سره نښته کې اووه کسان وژل شوي

Image caption تر اوسه دې اړودوړ کې د چا د وژل کېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د مصر په پلازمېنه کې د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او پولیسو تر منځ نښته کې اووه کسان وژل شوي دي.

پولیسو د مظاهره کوونکو خپرولو لپاره اوښلن ګاز کارولی او مظاهره کوونکو پولیس په ډبرو ویشتلي او یو سړک یې د لږ ځنډ لپاره تړلی وو.

د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دې اخ و ډب کې تر اوسه ۲۶۱ کسان ټپیان شوي دي.

دا اخ و ډب داسې مهال رامنځ ته شوی، چې مصر ته راغلي امریکايي مرکچي ولیم برنز ویلي، جمهوریت ته باید (دویم فرصت) ورکړل شي.

نوموړي د نوي موقت حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل خو د مرسي د اخوان المسلمین په ګډون د یوه شمېر ګوندونو رویه له هغه سره توده نه وه.

له دې مخکې د هغې ودانۍ مخکې د محمد مرسي نژدې ۵۰ پلویان ووژل شول، چې ویل کېږي محمد مرسي په کې ساتل کېږي.

د دوشنبې ورځې اخ و ډب هغه مهال پیل شو، چې قهرېدلو مظاهره کوونکو مرکزي پل وتاړه.

خو وروسته دغه پل پرانیستل شو.

له دې مخکې د مرسي پلویانو لویې ډلې د رابعه العدویه جومات مخکې یو ځای شوې، چې د مرسي د بېرته واکمنۍ غوښتونکي وار له مخه دغه ځای کې په احتجاج بوخت دي.

بل لور ته چارواکي وايي، شکمنو اسلامي توند لارو په شمالي سینا سیمه کې پر هغه بس ګاډي برید وکړ، چې د سیمټ فابریکې مزدورانو په کې سفر کاوه.

دغه برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ولیم برنز له موقت ولسمشر عدلي منصور، لومړي وزیر حازم الببلاوي او جنرال السیسي سره ولیدل نوموړي د تېرو دوو اونیو پېښې د انقلاب ژمنې بشپړولو ( دویم فرصت ) وبللې.

د دغه انقلاب پایله کې د حسني مبارک اوږد مهاله واکمني ختمه شوه.

نوموړي په ټینګار سره له پوځه وغوښتل، چې په سیاسي بنسټ د خلکو نیول پرېږدي او ویې ویل، چې امریکا له مصر سره د ملګرتیا په ژمنه ټینګه ولاړه ده او دوی" ثبات درلودونکی جمهوري د ټولو سره په ګډه پرمختلونکی او زغم خوښونکی" مصر لیدل غواړي.

خو نوموړي وویل " زه دلته وینا کولو ته نه یم راغلی، موږ نه غواړو خپل نظر په نورو وتپو."

بل لور ته خبریالان وايي دواړو لوریو مصریانو په زړونو کې د امریکا سره مخالفت په ډېرېدو دی.

امریکا هر کال مصر ته یو نیم میلیارد ډالر مرسته ورکوي، چې ډېره برخه یې د دغه هېواد پوځ مصرفوي.

برنز ویلي، چې د خپل دوې ورځني سفر پر مهال به د مصر له سیاسي، مذهبي، مدني ټولنو او سوداګرو مشرانو سره هم وویني.

خو د محافظه کار ګوند سلفي النور او مرسي مخالف ګوند تمرد ویلي، چې دوی له برنز سره د لیدو بلنه رد کړې او اخوان المسلمین ګوند ویلي، چې نه غواړي له برنز سره خبرې وکړي.

امریکا د مرسي د خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې تر اوسه توقیف کې دی.

د هغه ګوند اخوان المسلمین وايي نوموړي باید خوشی شي او دا چې د هغه ګوښه کېدل یوه کودتا وه.

ورته مطالب