القاعدې منلې چې یمن کې يې دوهم جګپوړی کس وژل شوی

سعید الشهري
Image caption الشهري د سعودي استخباراتو ۸۵ کسیزه لست کې ۳۶ نمبر مطلوب کس و، چې څو ځلې یې په هوايي برید کې د وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

په عربي جزیره کې د القاعدې شبکې منلې، چې یمن کې یې مرستیال مشر سعید الشهري غالباً د امریکا څارګرو الوتکو برید کې وژل شوی.

القاعدې د الشهري د وژل کېدو دقیقه نېټه او ځای نه دي په ډاګه کړي.

د القاعدې شبکې یوه قومندان ابراهیم الربیش پر انټرنېټ د چارشنبې په ورځ یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په ابي سفیان الازدي مشهور د سعودي عربستان وګړی سعید الشهري درې ځلې د امریکا څارګرو الوتکو په نښه کړی، خو په څلورم ځل یې وژلی دی.

الشهري د سعودي استخباراتو په ۸۵ کسیزه لست کې ۳۶ نمبر مطلوب کس و، چې څو ځلې یې په هوايي برید کې د وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

په تېره جنورۍ کې د الشهري د وژل کېدو خبر خپور شو، خو بیا تېر اپریل کې الشهري په یوه غږیز پیغام کې دا ګنګوسه رد کړه.

یمن کې د الجزیرې تلوېزیون د دفتر مشر سعید ثابت وايي، شاید الشهري د یمن حضرموت، مأرب او شبوه سیمو په څېر داسې یو ه سیمه کې وژل شوی وي، چې د القاعدې شبکې غړي په کې فعالیت لري.

نوموړی زیاتوي، الشهري یمن کې ډېر مشهور سړی و، او د القاعدې ټول غړي پر هغه راټول وو، چې په وژل کېدو سره یې ارومرو القاعده شبکه کمزورې کېدی شي.

خو الربیش وايي، الشهري په دواړو لاسونو او پښو ویشتل شوی او مخکې له دې چې په څلورم برید کې ووژل شي، د امریکا څارګرو الوتکو مخکنیو درېیو بریدونو کې یې یوه سترګه هم راوتلې وه.

دی وايي، چې الشهري د یمن عدن کې د سعودي کونسل عبدالله الخالدي د تښتولو پلان جوړ کړی و، چې په دې سره یې غوښتل، سعودي کې د القاعدې بندیان پرې راخوشي کړي.

الخالدي د تېر کال په مارچ کې وتښتول شو، چې لاهم له القاعدې شبکې سره دی، چې ویل کېدل، تېر اګست کې به راخوشی شي، خو داسې ونه شول.

ورته مطالب