هند کې زهرجنو خوړو ۲۰ زده کوونکي وژلي

Image caption د وړیا خوړو پروګرام د دې لپاره پیل شوي، چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر زیات شي.

د هندوستان په ختیځ بهار ایالت کې لږ تر لږه ۲۰ زده کوونکي هغه مهال ووژل شول، چې یوه ښوونځي کې یې زهرجن خواړه وخوړل.

دغه پېښه کې لسګونه نور زده کوونکي مسموم شوي دي.

دغه پېښه د سارن سیمې د مراخ کلي په یوه دولتي ښوونځي کې رامنځ ته شوه.

د پېښې په باب څېړنه پیل شوې او د هر وژل شوي زده کوونکي کورنۍ ته د جبران په توګه د ۲۰۰ زره هندي کالدارو ( ۳۳۷۰ ډالره) ورکړې وړاندیز شوی.

هندوستان کې د ورځې په نیمايي کې د وړیا خوړو پروګرام د دې لپاره پیل شوي، چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر زیات شي، خو په دې لړ کې روغتیاپالنې اصولو ته لږ پام کېږي.

له پېښې وروسته ۲۰ کسه ناروغ زده کوونکي د نژدې ښارګوټي چپرا او د ایالت مرکزي ښار پټنې روغتونونو ته ولېږدول شول.

د وړیا خوړو له خوړولو وروسته دهرماستي ګندامن کلي په لومړني ښوونځي کې ټولټال ۴۷ زده کوونکي مسموم شول.

داسې وېره څرګندیږي، چې د وژل شویو شمېر به زیات شي، ځکه د یو شمېر زده کوونکو ، چې د ټولو عمرونه له ۱۲ کلنۍ کم دي روغتیايي حالت ښه نه دی.

د یوه مسموم شوي ماشوم راجا یادیو پلار وویل، زوی یې له ښوونځي کورته ورغی او استفراق یې کاوه، چې وروسته یې روغتون ته ولېږداوه.

هغو ډاکټرانو چې د ناروغو ماشومانو درملنه یې کوله وویل، چې خوړو کې زهر د ماشومانو د مړینې سبب شوي.

د تعلیمي چارو یوه مشر افسر امرجیت سنها بي بی سي ته وویل:

" موږ داسې ګومان کوو، په وریجو یا سابو کې د حشراتو ضد درملو شته والی د دې پېښې سبب شوی. "

خو د پټنې روغتون یوه ډاکټر چې د ناروغو ماشومانو درملنه کوله وویل:

"کېدای شي پېښه د ککړو غوړو له کبله رامنځ ته شوې وی."

Image caption دغه پروګرام په سویلي چنايي ښار کې لومړی ځل ۱۹۲۵ کال کې له بیوزله ماشومانو سره د مرستې لپاره پیل شو.

سیمیه ییز خبریالان وايي کلیوالو ورته ویلي، چې شاوخوا سیمه کې له دې مخکې هم د ورځې اوږدو کې د خوړو له کبله د ماشومانو د مسمومیت ورته پېښې شوې.

ایالتي مشر وزیر نیتیش کومار د پېښې په باب د څېړنو امر کړی.

بهار د هندوستان له ګڼ مېشتو او بیوزلو ایالتونو څخه یو دی.

د حکومتي چارواکو په وینا دورځې خوړو پروګرام په نړۍ کې د زده کوونکو د مړولو تر ټولو لوی پروګرام دی، چې په ټول هند کې ۱ اعشاریه ۲ میلیونه ښوونځیو کې ۱۲۰ میلیونه ماشومانو ته خواړه ورکول کېږي.

دغه پروګرام په سویلي چنايي ښار کې لومړی ځل ۱۹۲۵ کال کې له بیوزله ماشومانو سره د مرستې لپاره پیل شو.

ورته مطالب